کندهار کې د ماین چاودنې له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې پرمهال د یوې کورنۍ درې تنه مړه شوي او دوه ټپیان دي.

د ژیړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قوماندان ملا عطا محمد وایي، چاودنه نن غرمه (دوشنبه، ۲۸ د وږي) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د یادې ولسوالۍ په «سنځري» کلي کې رامنځته شوې ده.

نموړی زياتوي، چاودنه د پخواني حکومت د ژیړۍ ولسوالۍ د ليواء قومندان محمود په کور کې رامنځته شوې او د‌ هغه د  دوو زامنو په ګډون يې يوه لور هم پکې مړه شوې ده.

د ده په خبره، چې د محمود زامنو غوښتل ترڅو خپل کور له سره ورغوي خو له پخواني وختونو ناچاودو توکو پرې چاودنه کړې او دغه مرګ ژوبله ېې اړولې ده.

د ژیړۍ د امنيه قوماندان په وينا: «مړه شوي کسان د دغه پخواني قومندان بچيان دي او په زخميانو کې د محمود ميرمن او ورور شامل دي.»

هغه زیاته کړه، د دې چاودنې ټول مړي او زخميان يې کندهار کې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړي او د ټپيانو درملنه روانه ده.

د يادونې وړ ده چې د سويلي حوزې په ډېری برخو کې لا هم له پخواني وختونو څخه ډېر ناچاوده توکي پاتې دي چې وخت ناوخت د عام وګړو ژوند اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه