اطلاعات روز: امریکا د طالبانو مالي ملاتړی او د افغانستان د مخدره توکو لوی قاچاقبر حاجي بشیر نورزی له بنده خوشې کړ او طالبانو ته یې وسپاره.
باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي ليکلي، چې بشير نورزى نن سهار (دوشنبه، ٢٨ د وږى) د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو مسوولينو ته وسپارل شو. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان مفتي د نوموړي هرکلی کړی دی.
باختر آژانس ليکلي، چې حاجي بشير نورزی د ګوانتنامو زندان وروستی «افغان بندي» و.
امریکايي سرچینو او د طالبانو حکومت تر اوسه د نورزي د خوشي کېدو د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.
نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا په نیویارک کې نیول شوی و او یوې محکمې په عمري بند محکوم کړ. د امریکايي چارواکو په وینا، نورزي له کلونو راهیسې د افغانستان هیرویینو په قاچاق سره د طالبانو جنګي دستګاه چلولې ده.
دوه کاله وړاندې په پام کې وه چې د ټرمپ دولت طالبانو سره د سولې هوکړې بریالیتوب سره بشیر نورزی خوشې کړي؛ خو دا کار تر هغه ونه شو، وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل بیا یې د نورزي د خلاصون لپاره له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړې.
ویل شوي چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد د جولای په میاشت کې دوحې ته په یوه نااعلان شوي سفر کې د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره د بشیر نورزي د خلاصون په اړه خبرې کړې وې.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ملا یعقوب د مارک فریچس په بدل کې د نورزي د خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې تښتول شوی و.
