پکتیا کې د ګازو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوي

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د مایع ګازو د شرکتونو له تړل کېدو وروسته په ښار کې د ګازو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوې دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکي وايي، پخوا یې یو کیلو مایع ګاز په ۷۵ افغانۍ پیروده، خو له کله راهیسې چې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ګازو شرکتونه تړل شوي نو بیې تر ۱۰۰ افغانیو هم پورته شوي دي.

دوی وايي، د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې چارې د پکتیا اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په خبره یې که د دغې ستونزې هواري لپاره هڅه و نه شي، نو په بیو کې به نور هم لوړ والی راشي.

د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي شیروالي افغان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو دوو اونیو راپدیخوا په مرکز ګردېز کې د ګازو شرکتونه د ښاروالۍ له لوري تړل شوي چې له کبله یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی غوښتنه کوي، چې د ښاروالۍ او د شرکتونو د مسوولینو ترمنځ دې راپورته شوې ستونزه ژر هواره شي، تر څو په بیو کې ټیټوالی راشي.

هغه وویل: «دلته ستونزه د ښاروالۍ ریاست او د ګازو د شرکتونو د مالکانو ترمنځ ده، خو ټول زور یې له عام او بېچاره ولس وځي، پخوا مونږ یو کیلو په ۷۵ او یا هم ۷۰ افغانۍ اخیسته خو له تېرو دوو اونیو راهیسې دغه بیه له ۱۰۰ افغانیو هم پورته شوې او حتا په ځینو سیمو کې بیخي پیدا کیږي هم نه، نو زمونږ غوښتنه دا دی چې ښاروالۍ باید له ځنډ پرته دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي او ورته د حل یوه لاره راپیدا کړي.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز ښار هټۍ وال چې په پرچون ډول مایع ګاز پلوري وايي، دوی په ښار کې د ګازو له کمښت سره مخ شوي او ډیری دوکاندارن یې د زرمت ولسوالۍ له تعمیر بازار څخه د پرچون خرڅلاو په موخه را انتقالوي.

په دې اړه یو تن هټۍ وال بلال داسې وویل: «مونږ دلته په دوکانونو کې چې په پرچون ډول کوم مایع ګاز په خلکو خرڅوو، نو رښتیا هم بیې لوړې شوي خو دا ځکه چې مونږ دغه ګاز له زرمت دلته راوړو او ښار کې خو د ګازو د خرڅلاو شرکتونه ټول تړل شوي دي.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز ښاروالۍ ریاست طالب مسوولین وايي، چې دوی څو اونۍ وړاندې د مایع ګازو پلورونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، چې خپل وسایل او کاروبار په هغه ځای کې پیل کړي، چې د ښاروالۍ له لوري ورته ځانګړی شوی دی، خو د دوی په وینا چې د شرکتونو مسوولینو لاهم دغه کار ته غاړه نه دی اېښې او په غبرګون کې یې ورباندې د شرکتونو دروازې تړلې دي.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې خبرتیا کې له ښاریانو غوښتل شوي، چې تر هغه وخته دې د اړتیا وړ مایع ګاز د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شویو ځایونو کې په مناسب قیمت ترلاسه کړي، تر څو چې له شرکتونو سره رامنځته شوې ستونزه نه وي حل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګردېز ښاروالۍ د ښاري نظم په موخه د اصنافو تقسیم بندي پیل کړې او په دې ډله کې یې د ګازو شرکتونو ته هم لارښونه شوې چې ټاکل شوي ځای کې خپلې چارې پېل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه