اطلاعات روز: د کونړ روغتيا ریاست وايي، تازه د دغه ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د دغه ولایت د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمداسحاق ساپي نن (یکشنبه، ۲۷ د وږي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه پېښه وړمه ورځ د پېچ درې ولسوالۍ اړوند په «کلیمو» سیمه کې ثبت شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دا په شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د ختیځو ولایتونو په کچه د ګوزڼ یا پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده.
ساپي وایي:«د کونړ د پیچ درې ولسوالۍ په کلیمو سیمه کې د فواد په نامه یو ۳۹ میاشتنی ماشوم چې تازه ګوزڼ وهلی، یاد ماشوم ته مخکې د ګوزڼ واکسین نه دی ورکړل شوی، نو همدا لامل دی چې اوس په ګوزڼ اخته شوی دی.»
ساپی زیاتوي په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتې پېښې په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
ټاکل شوې سبا(دوشنبه، ۲۸ د وږي) د هیواد له نورو سیمو په څير په ختیځه سیمه کې هم د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پیل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د راتلوونکي کمپاين په ترڅ کې به په دې ولایت کې څه دپاسه اته سوه زره د پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين کړي.
د پولیو د نوی پېښې په ثبتیدو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو شمیره له یوه څخه دوه ته لوړه شوه ، له دې پېښې مخکيني هغه يې د پکتیا ولایت په ډيلۍ ولسوالۍ کې ثبت شوي وه.
پولیو يوه ساري ویروسي ناروغۍ ده ، چې په انسانانو کې دایمي فلج رامنځته کوي ، روغتیاپالان بیا د دغې ناروغۍ څخه د خلاصون غوره لار د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هر ځلې د پولیو دوه څاڅکو واکسین ورکول یادوي.
