اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچېني وايي، چې د دې ولایت مرکز لښکرګاه کې د طالبانو په ډزو کې دوې ميرمنې وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۲۷ د وږي) د مرکز لښکرګاه «بست کلا» سیمه کې د تلاشۍ پرمهال د کورنۍ غړو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړه کې د طالبانو په ډزو کې دوې میرمنې وژل شوي او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
سرچېنې په پيښه کې د یو شمیر ټپیانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښودلی دی.
سرچېنه زیاتوي، چې پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو هڅه کوله بغیر له اجازې ياد کور تلاشي کړي چې د کورنۍ غړو د مخنیوي په صورت کې طالبانو ډزې کړي او یاده پیښه رامنځته شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته دوی په ګڼو ولايتونو کې کور په کور تلاشي کوي چې وخت ناوخته د خلکو له غبرګون سره مخ کيږي.
