د پنجشېر جګړه؛ طالبانو ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو ويشتلي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو وژلي دي.

باوري سرچینې نن (شنبه، ۲۶ د وږي) د طالبانو د تصویرونو او ثبت شویو خبرو اترو په استولو سره وايي، چې د دې ډلې ځواکونو د بګرام د فرقې قومندان «حاجي فرهاد» په امر چې اوس مهال په دره ولسوالۍ کې میشت دی د «مقاومت جبهې» غړي په ډزو ویشتلي دي.

دغه راز هغه انځورونه چې اطلاعات روز ورځپانې ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «مقاومت جبهې» د ټولو وژل شویو کسانو لاسونه تر شا تړلي او په سرونو او مخونو ویشتل شوي دي.

«حاجي فرهاد» د مخابرې له لارې په یوه ثبت شوي غږ کې د «مقاومت جبهې» د غړو د اسارت راپور ترلاسه کوي او بیا طالب ځواکونو ته امر کوي چې اسیران په ډزو ووژني.

سرچينه وايي، پنجشېر کې د تېره اوونۍ د وژل شویو ۷۰ تنو له ډلې څخه یې ۵۸ تنه د مقاومت جبهې عړي، او پاتې نور یې ولسي وګړي وو. طالبانو په ډېری مواردو کې ملکي وګړي د «مقاومت له جبهې» سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

همدارنګه پنجشېر کې سرچينې زیاتوي، چې طالبانو له درېيو ورځو راهيسې ځايي خلکو ته د وژل شويو کسانو د پیژندګلوي لپاره غرونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، له درېيو ورځو وروسته «مقاومت جبهې» د سره صليب په همکارۍ یو شمیر کسان د خپلو کورنيو له شتون پرته په غرونو کې ښخ کړي دي.

سرچينې اطلاعات روز سره په خبرو کې ويلي، چې په پنجشېر کې د تېرې اونۍ د وژل شويو کسانو په ډله کې داسې کورنۍ هم شته، چې د کورنۍ څو غړي يې وژل شوي دي.

په همدې حال کې په پنجشیر کې د «ملکي وګړو» او «جګړې اسیرانو» د ویشتلو راپورونه د د بښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو له نیوکو سره مخ شوي دي. ملګرو ملتونو د دغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې او دا یې له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

له بلې خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي تازه ویلي، چې دوی په پنجشیر کې د جګړې اسیرانو د ویشتلو په اړه څیړنې کوي. هغه ويلي، پر خواله رسنیو خپرې شوې ويډيوګانې تر څېړنې لاندې دي، څو معلومه کړي چې ايا له تېرو وختونو سره تړاو لري او که تازه څه پیښ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه