خلک: یونیسف د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته پام ډېر کړی

SM

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د پکتیکا او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وايي، د نظام له بدلون وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د ښوونځیو پر ځای په دیني مدرسو پام ډېر کړی دی.

د دغو ولایتونو اوسېدونکي د دې کار لامل تر یوه بریده د حکومت فشارونه یادوي او وايي، پخوا یې له ښوونځیو سره په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ ترڅنګ د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره سیمه ييز ټولګي هم جوړ کړي و، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې په ډیری ولایتونو کې هماغه ملاتړ ځنډولی دی.

د دوی په خبره چې اوس مهال د دغې ادارې مرستې تر ډېره په مدرسو ورټولې دي او هڅه کوي چې په مادي او معنوي برخو کې له مدرسو سره همکاري لا چټکه کړي.

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي الف خان وايي، د طالبانو له ولایتي چارواکو سره  د یونیسف ولایتي مسوولین ناستې کوي، خو مسوول چارواکي د ښوونځیو پرځای مدرسو ته ترې د ډېرې همکارۍ غوښتونکي وي.

هغه وايي، طالبان دې نړیوال همکاره موسېسات پرېږدي، چې په لېرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو او زده کوونکو په وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوموړي وویل: «دلته پخوا یونیسف ډېره مرسته کوله او دغه مرسته یې تر ډېره د ماشومانو په برخه کې له عصري زده کړو سره وه او په ښوونځیو کې یې دوی ته قرطاسیه، کتابونه او د پاکو اوبو زمینه برابروله، خو اوس دغه مرستې مدرسو ته ځانکړې شوي او که کومه همکاري کوي نو ولایتي چارواکي ورته هدایت کوي چې دا کار د پلانکۍ مدرسې سره وکړئ.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو ښوونکي د نوم نه اخیستو په شرط اطلاعات روز سره په خبرو کې له ښوونځیو سره د یونیسف له خوا د ملاتړ په کموالي نیوکه وکړه او ویې ویل، اوس مهال په ډیری ښوونځیو کې زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له وجې قلم او کتابچې ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي: «معلومه خبره ده، چې په یونیسف به فشار وي او شاید دوی کېدونکې مرستې د یو چا په فرمایش کوي، ځکه دوی باید په اوسني وضعیت کې له ښوونځیو سره ډېره همکاري کړې وای خو متاسفانه چې نوره یې هم کمه کړې او دغه پام یې مدرسو ته شوی دی، مونږ د دې مخالف نه یو خو په دغې ادارې باید فشار را نه وړل شي.»

دوی په داسې حال کې د یونیسف په اوسني حال نیوکه کوي، چې وړمه ورځ په پکتیا ولایت کې له ۴۳مدرسو سره ۳۰۰۰ کمپلې او د بېلابېلو نورو توکو مرسته وشوه، په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې ولایتي مسوول احمد ګل رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې دوی به له مدرسو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او لا زیاتوالی به پکې راولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه