کندهار کې سوداګرو میرمنو ته د ظرفیت لوړونې په موخه رونیز ورکشاپونه پېل شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د ښځينه سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولينې وايي، په دې ولایت کې یې د DRC موسېسې په ملاتړ سوداګرو او پانګوالو میرمنو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ورکشاپونه پېل کړي دي.

کندهار کې د ښځينه سوادګرۍ او پانګونې خونې مشره ډاکټرې ليلا پاک اطلاعات روز ته وويل، د دغو روزنيزو پروګرامونو پر مهال يې د ډېرو سوداګرو میرمنو پر ظرفيت لوړولو کار کړی او د دې ترڅنګ يې د پانګونې په برخه کې هغوی ته ورکشاپونو وړاندې کړي.

دې وويل، د ښځينه سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته په کتو سره یې ياد روزنيز ورکشاپونه پيل کړي ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې میرمنې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

ډاکټرې ليلا پاک زیاتوي، کندهارۍ ميرمنې اوس مهال د سوداګرۍ په برخه کې پراخې ستونزې لري او په خبره يې چې اوسني شرايطو ته په کتو سره دغه ډول ورکشاپونو ته ډېره اړتيا ليدل کېده.

د هغې په وينا چې کندهار کې اوس اته پنځوس ښځينه صنعت کارانې او سوادګرې شتون لري چې له هغې جملې دوی توانېدلي تېره اونۍ ۲۵ ښځې د سوداګرۍ او ظرفيت لوړونې په برخې کې د يوې اونۍ له پاره وروزي.

نوموړې زياتوي، چې لومړۍ هڅې يې دغه ده ترڅو کندهارۍ صنعت کارانې او سوداګرې له کومې ستونزې او ډار پرته په ازاده او امن فضاء کې هر ډول سوادګرۍ چارې پرمخ يوسي.

د کندهار د سوادګرۍ او پانګونې خونې مشره وايي، که څه هم کندهارۍ سوادګرې او پانګوالې د پامه غورځول شوي خو له دې وروسته به کندهارۍ سوادګرو او پانګوالو ميرمنو ته په هغې برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي او روزنه به ورکړي چې مخکي يې ستونزې درلودې.

هغې هيله څرګنده کړې چې دغه لړۍ به د هلمند، زابل، اوزګان او نيمروز تر سوادګرو او صنعت کارو ميرمنو پورې هم ورسوي او ستونزې به يې ورته حل کړي.

همدارنګه دا له نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د کندهار د سوادګرو او صنعت کارو ميرمنو د لاسي صنايعو او سوداګريزو توکو له پاره ځانګړی نندارتونونه جوړ کړي او هغوی لا نورې په همدې برخه کې وروزي.

د يادونې وړ ده چې کندهار کې ښځينه سوداګرې او صنعتکارانې اوس مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او تراوسه د کوم چا له لوري ورته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه