اطلاعات روز: د ارزګان دهراوود ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم نامعلومو کسانو لخوا تر تښتولو وروسته وژلی دی.
یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، نامعلومو کسانو ياد ماشوم دوه ورځې وړاندې د خپل ماما له کوره تښتولی و، او تيره ورځ (چهارشنبه، ۲۳ د وږي) يې په فصل کې جسد وموندل شو.
سرچينه زیاتوي، يادو کسانو د دغه ماشوم د کورنۍ څخه د هغه د خوشې کيدو په بدل کې پیسې غوښتې چې هغوی د پیسو له ورکولو انکار کړی او دوی ماشوم وژلی دی.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس اغاولي قريشي وايي، چې ياده پيښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د قريشي په خبره، چې دوی هڅه کوي ترڅو د يادې پيښې قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې د پیسو ترلاسه کولو په موخه ماشومان تښتول شوي دي.
