اطلاعات روز: هندي رسنیو د هندوانو د نړیوال فورم د مشر پونیت سینګ چاندوک په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو د «سرې ګورو ګرانت صاحب جي» په نوم د سیکانو مذهبي کتاب د ویستلو مخنیوی کړی دی.
د انډین ایکسپریس د راپور له مخې، چاندوک د طالبانو پر دې پرېکړې خواشیني څرګنده کړې ده.
د دغه راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې د ۶۰ افغان سیکانو یوه ډله د شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۱مه) له خپلو مذهبي نصوصو سره لاړ شي؛ خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د «سرې ګورو ګرانت صاحب جي» د ویستلو اجازه نه ده ورکړې.
پونیت سینګ چاندوک ویلي، چې د دغه وزارت چارواکو په کابل کې د سیکانو ټولنې ته خبر ورکړی چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هندوانو د کتابونو ویستلو په اړه اعتراض کړی دی.
د هغه په وينا، تر هغه چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اجازه ورنه کړي د «سرې ګورو ګرانت صاحب جي» ویستل منع دي.
هغه زیاته کړې،چې په دې اړه یې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي دي.
افغانستان کې د هندوانو او سکانو اقلیتونه څو ځلې د خونړیو بریدونو موخه ګرځیدلي دي.
نا امني او د دغه مذهبي اقلیت پر وړاندې تبعیض د دې لامل شول چې افغانستان پریږدي.
