اطلاعات روز: کندهار کې د معتادینو د درملنې او ساتنې ترټولو لوی ۱۰۰ بستريز روغتيايي مرکز د بودیجې او امکاناتو نشتون له کبله له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خپل فعاليتونه په ټپه درولي دي.
د معتادينو په دغه روغتيايي مرکز کې د تېرو کلونو په موده کې د نږدې ۶۰زره کسانو درملنه شوې او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
کندهار کې د معتادینو د درملنې دغه روغتيايي مرکز داسې مهال خپل فعاليتونه درولي چې اوس مهال بغير له شخصي مرکزونو طالبان ټول معتادین په زندانونو کې ساتي.
سويلي حوزه د افغانستان په کچه يوه له هغو حوزو څخه ده چې د تېرو شلو کلونو پرمهال دغلته د روږدو کسانو پر درملنه لسګونه میلیونه ډالر مصرف شول خو، د پام وړ نتیجه یې ور نه کړه.
که څه هم هېواد کې د روږدو کسانو شمېر هره ورځ ډېرېږي خو له کلونو راهيسې يې د پلورونکو په تړاو کومه اساسي پرېکړه نه ده شوې.
روغتیایي مسوولین
کندهار کې د عامې روغتيا رياست د مواد مخدر د کنټرول او کمښت عمومي مدیر مولوي سردار ولي اطلاعات روز ته وویل، چې د معتادینو دغه مرکزي روغتون له همکارو موسېساتو سره د قرارداد د پوره کېدو له وجې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خپل فعاليتونه درولي.
دی زياتوي، چې کندهار کې د سل بستريز روغتيايي مرکز بوديجه به راتلونکي کې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې تصويب شي او بېرته به د پخوا په څېر خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.

د ده په خبره، چې د معتادینو ياد روغتون کې تر دې مهاله د نږدې ۶۰زرو کسانو درملنه شوې او اوس مهال په نورو روغتيايي مرکزونو او زندانونو کې ۱۲۰۰ روږدي کسان ساتي.
نوموړی کندهار کې پر نشهیي توکو د اخته کسانو شمېر شاوخوا يو لک او څلویښت زره تنه يادوي او له همکارو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو د معتادينو د درملنې او ساتنې په برخې کې ورسره همکاري وکړي.
سردارولي زیاته کړه، اوس مهال ورسره معتادين زيات دي خو، په کاپي اندازه امکانات په لاس کې نه لري ترڅو د هغوی درملنه وکړي او بېرته يې خپلو کورونيو ته ستانه کړي.
هغه وویل: «د همکارو موسېساتو څخه مو غوښتنه داده چې زموږ سره همکاري وکړي ترڅو بيا ځل دغه د معتادينو روغتيايي مرکز په پښو ودرو ترڅو، د ټولو روږدو کسانو درملنه په اساسي ډول سره تر سره شي.»
روږي کسان
کندهار کې معتادینو وايي، اوس وخت له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له پامه غورځول شوي دي.
دوی له واکمن حکومت غواړي ترڅو د درملنې په برخه کې يې لاس نيوی وکړي، چې بېرته خپلو کورونو ته روغ ستانه شي.
امير محمد يو له هغو کسانو څخه دی چې له کلونو راهيسې په نشو روږدی دی نوموړي اطلاعات روز ته وویل، له بېکارۍ او غربت څخه يې نشو ته مخه کړه او اوس درملنې ته اړتيا لري.
نموړی زیاتوي، له درملنې وروسته غواړي خپلې کورنۍ ته ستون شي او له هغوی سره د ښه ژوند کولو ارمانونه په حقيقت بدل کړي.
پر نشهيي توکو دغه معتاد زياتوي، چې په دولتي زندانونو کې د معتادینو شمېر ډېر وي او د درملنې چارې يې ګډوډې وي.
دغه راز پر نشو يو بل روږدی عبدالباري وايي، بې کارۍ دې ته مجبوره کړی څو نشهيي توکو ته لاس واچوي او په زياته اندازه يې استعمال کړي.
هغه زياتوي، چې له دوه نيم کلونو راهيسې پر نشو روږدی دی او اوس یې درملنه روانه ده خو په خبره يې چې د درملنې موده يې پوره ده خو بيا هم اجازه نه ورکول کېږي څو کورنۍ ته ستون شي.
دغه معتاد غوښتنه کوي، ترڅو واکمن حکومت لومړی ساقيان یا د نشهیي توکو پلورونکي بند کړي وروسته پر نشو د روږدو کسانو درملنه ترسره کړي.
بل پلو د دې روغتيايي مرکز ټول پرسونل له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په سخت غربت کې شپې او ورځې سبا کوي.

د معتادينو د روغتيايي مرکز يوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې یې خپل تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي او اوس د اقتصادي ستونزو له امله دندې پرېښودو ته اړ شوي.
د هغه په خبره چې اوس مهال د ټولو خپلوانو پوروړی دی او د کورنۍ ساتنه یې له کنټرول څخه وتلې.
د ياد کارکوونکي په خبره چې د مسوولينو له لوري ورته ويل شوي چې د خپل معاشونو ستونزه پټه وساتي او يا دې دنده پرېږدي.
د کندهار اوسیدونکي
همدارنګه د کندهار اوسېدونکي هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو دغه روغتيايي مرکز بېرته پرانیزي او د معتادینو درملنه پکې ترسره کړي.
د جاويد احمد په نوم د کندهار اوسېدونکی وايي، حکومت بايد د زندانونو پر ځای معتاد کسان په روغتيايي مرکزونو کې وساتي څو هغوی له نشو لاس واخلي.
ده وويل، له معتادینو سره د دې ولايت اوسېدونکي ډېر په تکليف وو، ځکه په وينا یې چې هغوی غلاوې کولې او د ټولنې د اوږو بار ګرځېدلي وو.
دی د يوه پيغام په ډول د ټولو کورنيو له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان او ځوانان له نشهيي توکو څخه لېرې وساتي او د هغه پر ځای يې تعليم ته وهڅوي.
هغه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو په ياد ولايت کې د معتادینو سل بستريز روغتيايي مرکز بېرته پرانیزي او پر نشو روږدي کسان هلته ولېږدوي.
د يادونې وړ ده چې اوس مهال د نورو ولايتونو په څېر کندهار کې هم پر نشو روږدي کسان په زندانونو کې ساتل کېږي او ډېر کم هغه شمېر چې پيسې ولري په شخصي مرکزونو کې یې درملنه ترسره کېږي.
