د طالبانو راتګ سره ننګرهار کې ۴۵۰۰ خصوصي شرکتونو خپل فعالیتونه بند کړي

SM

اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت راتګ سره ننګرهار کې له ۵۶۰۰  خصوصي شرکتونو څخه ۴۵۰۰ هغو یې خپل فعاليتونه بند کړي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو مستوفي مولوي محمد ظابط حيدري رسنیو ته ویلي، چې د خصوصي شرکتونو د فعاليت د کمښت او ځينو نورو ستونزو له امله يې د سږنيو عوايدو کچه هم کمه شوې ده.

نوموړی وايي، د يو شمېر خصوصي شرکتونو بندښت، د قول اردو له اړخه د ۵۸۳ ميليونو عوايدو بندښت، د معدن او ټرانسپورټ رياست په لسګونو ميليونه افغانۍ عوايدو مستقيماً يادو ادارو ته ورتګ او ځينې نورې ستونزې د دې لامل شوي چې د ننګرهار د مستوفيت عوايدو کچه کمه شي.

هغه وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال دغه ولايت کې له مستوفيت سره( ۵۶۰۳ )شرکتونه ثبت و، خو اوس دغه کچه( ۱۱۰۱) ته را ښکته شوې او (۴۵۰۲ )شرکتونو خپل فعاليت بند کړی دی.

حیدري زیاتوي: «د ۱۳۹۹ کال د اسد له ۲۴مه د ۱۴۰۰ کال د اسد تر ۱۸مې پورې د ننګرهار مستوفيت عوايد يو ميليارد او ۳۴۶ ميليونه افغانۍ وو، خو د ۱۴۰۰ کال د اسد له ۲۴مې د ۱۴۰۱ کال د اسد تر ۱۸مې د عوايدو کچه راټيټه شوې او ۹۴۹ ميليونه افغانيو ته رسېږي.»

مستوفي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ۴۵۰۲ خصوصي شرکتونه چې دغه ولايت کې يې فعاليت درلود او مستوفيت ته يې ماليه ورکوله خپل فعاليتونه بند کړي دي.

مولوي ظابط حیدري زیاتوي په دغو شرکتونو کې چې لوجستيکي، ساختماني او نور بېلابېل شرکتونه موجود دي، د کاروبار د نشتوالي له امله يې مستوفيت ته د خپل عدم فعاليت مکتوبونه سپارلي دي.

حیدري زیاته کړه: «پخوا ۱۳۹۹ کال کې ننګرهار کې ۵۶۰۳ خصوصي شرکتونه موجود و، دغو شرکتونو کې لوجستيکي، ساختماني او نور بېلابېل شرکتونه شامل دي. خو اوس موږ ته ۴۵۰۲ شرکتونو د عدم فعاليت مکتوبونه راوړي او يوازې د ۱۱سوه په شاوخوا کې شرکتونو خپل ماليات تحويل کړي دي.»

نوموړی وايي، د دغو ستونزو سره سره يې هڅې پيل کړي چې د عوايدو کچه زياته کړي او د دغو هڅو په پايله کې يې ۱۱۹۳ نوي مالياتي سرچينې چې پخوا يې ماليات نه ورکول، نوي ثبت کړي او دغه راز يې ۸۰۲۲ مالياتي قضيې برسي کړي چې له امله يې ۴۷ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

په همدې حال د ننګرهار کې د يوه خصوصي شرکت مسوول ذبیح الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر کې کارونه زيات و، اوس کارونه کم شوي د شرکت خپل لګښت يې هم نه شوای پوره کولی ځکه يې شرکت بند کړ.

نوموړی وايي، په دغو شرکتونو کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه چې اوس ورځ تر بلې د بې روزګارۍ کچه ورسره لوړېږي.

هغه ټینګار کوي چې حکومت بايد خلکو ته د کاري زمينو برابرېدو لپاره د خصوصي سکټور ملاتړ وکړي، نوې دولتي فابريکې جوړې کړي او دغه راز په دولتي اداراتو کې د کار کوونکو کچه زياته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه