اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولين وايي، د تېرو لسو اونیو راهیسې یې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نږدې ۱۳زره د شديدې نس ناستې ناروغۍ پېښې ثبت کړي چې له ډلې یې لږ تر لږه ۱۳ کسانو خپل ژوند بايللی دی.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښې د زابل د مرکز قلات په ګډون ارغنداب، سيوري، شينکۍ، خاک افغان، دای چوپان او اطغر ولسواليو کې ثبت شوي دي.
نموړی زیاتوي، د تېرو لسو اونیو په ترڅ کې ۱۳زره کسان په شدیدې نس ناستې اخته شوي، چې ۱۳ هغو یې د بدن مقاومت د کموالي او ډیر عمر له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د ډاکټر حکيمي په وینا، د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه هڅه کوي چې په یاده برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د هغه په خبره چې په ثبت شويو پېښو کې ماشومان، ښځې او نارينه شامل دي.
دغه راز، زابل کې ډاکټران وايي، چې د شديدې نس ناستې د مخنيوي له پاره بايد له پاکو اوبو او خوړو څخه استفاده وشي.
يادو ډاکټرانو وويل، ټول خلک بايد خپل لاسونه په صابون او پاکو اوبو ومینځي ترڅو دې ډول ناروغۍ څخه په امن کې پاته شي.
د يادونې وړ ده چې اوس مهال د زابل په ګډون يو شمېر نورو ولايتونو کې هم شديده نس ناستې ناروغي مخ په پراخېدو ده.
