اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۱۹ ولسوالیو کې یې ۳۹۵ هغو ښوونځیو ته د درسي کتابونو د ویش لړۍ پیل کړې چې اوس مهال یې زده کوونکي له کمښت سره مخ دي.
د پوهنې ریاست طالب مسوولینو په خبره چې د دغو کتابونو شمېر ۶ لکه او ۳۰ زره جلده دی چې د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت لپاره ځانګړي شوي دي.
دوی په داسې حال کې د کتابونو ویش پیل کړی، چې اوس مهال د ګڼو نورو اړتیاوو ترڅنګ په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی لوی خنډ بلل کیږي.
د پکتیکا ولایت تروې، وړممۍ، وازیخوا، خوشامند، ګیان، برمل او ځینې نورې هغه ولسوالۍ دي، چې د ښوونځیو زده کوونکي یې د کتابونو سربېره د مسلکي ښوونکو او سرپناه برخه کې له مشکلاتو سره مخ دي.

د تروې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نواز خان اطلاعات روز ته وویل، چې په ولسوالۍ کې یې اوس ټول دولتي ښوونځي تړل شوي او یوازې یو خصوصي ښوونځی چې د ګوتو په شمېر زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي، هغه هم د کتابونو او ښوونکو له کموالي سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړی وايي، په تېر نظام کې د لارې خرابوالي او امنیتي ستونزو له امله د پوهنې ریاست مسوولینو نه شوای کولی چې سیمې ته یې د ښوونځیو اړوند مواد واستوي او د هغه په خبره د طالبانو له نظام هم یو کال پوره شوی خو د نه پاملرنې له امله په ټوله تروې ولسوالۍ کې دولتي ښوونځی شتون نه لري.
هغه وویل: «مونږ په تروې ولسوالۍ کې یو خصوصي ښوونځی لرو، چې هغه هم د ګوتو په شمېر زده کوونکي لري او دغه زده کوونکي هم د کتابونو د کمښت ترڅنک ورته د یو ښوونکي له لوري زده کړې ورکول کیږي، نو په تروې کې له سره د دولتي ښوونځي ودانۍ شتون نه لري، طالبان چې راغلي هم مونږ یې له پامه غورځولي یو.»

له دې ور ها خوا بیا په وړممۍ ولسوالۍ کې هم تر ټولو لویه ستونزه د سرپنا نشتون او د ښوونکو کموالی بلل کیږي. د دې ولسوالۍ اړوند برکت کاریز سیمې یو اوسېدونکي ملا باقي وايي، د دغې ولسوالۍ په برکت کاریز، تور ناصر او علیکزو سیمو کې سلګونه ماشومان د اسانتیاوو نشتون او د پوهنې ریاست د نه پاملرنې له امله له زده کړو بې برخې دي.
هغه وايي، که زده کوونکو ته یې د زده کړو لپاره د سرپنا، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو غم و نه خوړل شي، نو د سیمې همدا ځوان قشر به د نورو کسانو په څېر په تیارو کې پاتې شي.
هغه وویل: «دلته په وړممۍ ولسوالۍ کې هم زمونږ ځوانان زده کړې نه کوي، دا په دې مانا نه دی چې دوی خدای مه کړه له تعلیم سره دوښمني لري، بلکې د پوهنې ریاست ځینې مسوولینو پخوا او ځینې یې اوس د وړممۍ ولسوالۍ له خلکو سره دوښمني راخیستې ده، زما ماشوم ته د ښوونځي ودانۍ نشته، کتاب نه لري او نه هم په سیمه کې داسې څوک شته، چې هغه دې ماشومانو ته عصري زده کړه ور وښيي.»

اوس مهال له مرکز ښرنې پرته په ځینو ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر د نجونو ښوونځي شتون لري او هلته ورته زده کړې ورکول کیږي، د دغه ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، خلک نه یوازې د نارینه زده کوونکو لپاره د ښوونځیو ودانۍ او نورو اړینو وسایلو غوښتنه کوي، بلکې د نجونو لپاره قومي مشرانو په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی هم جوړ کړی دی.
د دغې ولسوالۍ د مټانخېلو د سیمې یو قومي مشر وارث حلال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی څو ځله د طالبانو له حکومت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې نجونو ته د نورو ښوونځیو ودانیو د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه ورته رسېدنه نه دی شوې.
نوموړي وویل: «دلته په یحیی خېلو ولسوالۍ کې هر پلار دا هیله لري چې د هغه لور دې ښوونځی ولولي او یو مثال یې دا دی چې څو کاله وړاندې د قوم مشرانو په خپلو شخصي پیسو د نجونو لپاره ځمکه او ودانۍ جوړه کړه، اوس مونږ له طالبانو پوهنې ریاست دا غوښتنه ده چې د زده کړو برخه کې د یحیی خېلو ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

بلخوا په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولینو د درسي کتابونو د ویش پر مهال په دغه ولایت کې د ښوونیز بهیر په وړاندې لوی خنډ د کتابونو کموالی یاد کړ او وویل، چې د درسي کتابونو د کمبود له وجې ځینې ښوونځي فلج شوي هم و.
د پوهنې ریاست مرستیال عبدالقیوم فاروقي ویلي، د درسي کتابونو په ویش سره به د زده کړو مخ کې پرتې ۹۰ سلنه ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړې چې یونیسف نړیوالې ادارې د ښوونکو کمښت او نورو اړینو وسایلو د ستونزې هواري ډاډ ورکړی دی.

قیوم وايي: «مونږ په پکتیکا ولایت کې داسې سیمې درلودې، چې هلته د کتابونو د کموالي له امله ښوونځي له سقوط سره مخ و او کوم کتابونه چې ورته ووېشل شي، نو ۹۰ سلنه به دغه ستونزې ورسره راکمې شي.»
پکتیکا د سویل ختیځ زون تر ټولو پراخه مساحت لرونکی ولایت دی، چې ۲۲ ولسوالۍ لري په تېر جمهوري نظام کې یې ګڼې ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له کبله له هر ډول پرمختګ او ځايي خلک یې له اسانتیاوو بې برخې و.

اوس هم د دغه ولایت د ګوتو په شمېر ولسوالۍ شته، چې هلته نجونو د زده کړو لپاره ښوونځیو ته ورځي. د تعلیمي بهیر په وړاندې د طالبانو د حکومت له خوا دوامداره بندېزونه به د دې لامل شي چې په دغه ولایت کې پوهنیز بهیر د پر مختګ پر ځای له ګڼو نورو ننګونو سره مخ شي.
