اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو کس د تراکټور چپه کیدو له امله ساه ورکړې ده.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، تيره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د وږی) د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يوه تراکټور چلونکي غوښتل چې د شين ګل څلور لارې او نري پله ترمنځ تېر شي تراکټور یې ويالې ته لویدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د تراکټور چلونکی عزت الله نومیږي او ویالې ته یې د لویدو لامل نه دی څرګند شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د ترافيکي پيښو ګراف لوړ شوی او يوازې په تيره یوه اوونۍ کې په هلمند ولايت کې د ترافيکي پيښوله امله ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.
