اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې ورسره ژمنه کړې چې د دغه ولايت په لېرې پرتو سيمو کې به هغو ماشومانو ته د انلاين زده کړو زمينه برابره کړي چې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (دوشنبه، ۲۱ د وږي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې رييس (ران مک کامن) د ننګرهار لپاره د طالبانو له مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح سره په ليدنه کې یاده ژمنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ران مک کامن له قوله راغلي، چې پلان لري ترڅو د دغه ولايت په هغو لېرو پرتو سيمو کې چې له ماشومانو ښوونځي لېري دي او يا کورنۍ له خوا زده کړو ته نه پرېښودل کيږي، د لپټاپ کمپيوټرونو او نورو اړينو وسايلو په وېشلو سره ورته انلاين زده کړې پيل کړي.
نوموړي زياته کړې، د دغه پروګرام له لارې به په لومړي سر کې پنځه سوه او يو نيم کال وروسته به لس زره زده کوونکو ته په انلاين ډول د زده کړو زمينه برابره کړي.
هغه دا هم ويلي، اوس هغه وخت دی چې امريکا او د طالبانو حکومت په ګډه د رسنيو د پروپاګند مخنيوی وکړي او په دې هېواد کې تعليم او پرمختګ ته کار وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي چې لېرې پرتو سيمو کې افغان ماشومان زده کړو ته ډېره اړتيا لري او د انلاين زده کړو پر پیل کېدو يې خوښي وښوده.
طالب چارواکو دغه راز پر نړيوالو غږ وکړ چې افغانانو سره بشري مرستو، بيارغونې او په ټوله کې د افغانستان کنګل شويو پيسو په ازادولو کې همکاري وکړي.
ننګرهار میشتي بیا د دغه سيسټم د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه لري او وايي، د ښار په داخل کې انټرنيټ سم کار نه کوي نو لېرې پرتو سيمو کې به دغه چاره هېڅ ګټه ونه رسوي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي عبدالولي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، لومړی بايد اسانتياوې برابرې شي او له هغې وروسته بايد دغه سيسټم فعال شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د هیواد شاوخوا ۶۰ سلنه خلک نالوستي دي، چې په چټکۍ سره د نفوس د زیاتېدا، بې وزلي، ناسم دودونه او جګړه هغه لوی لاملونه دي، چې په افغانستان کې ګڼ خلک له زده کړو محروم کړي دي.
