منیر: ښوونکي مو په زور دندې ته نه دي راوستلي که يې معاش لږ وي دندې دې پريږي

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزیر نورالله منیر ارزګان ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د پوهنې رياست کارکوونکو او ښوونکو سره په يوې ناسته کې ویلي، چې ښوونکي مو په زور دندې ته نه دي راوستلي که یې معاش لږ وي دندې پریښودی شي.

نوموړی وایي، که ښوونکو د پوهنې وزارت سره په يوه روپۍ هم هوکړه کړي وي باید دندې ترسره کړي او که يې اوسنی امتياز خوښ نه وي بیا دې دندې پريږدي.

د طالبانو د پوهنې وزير په ښوونيز بهير کې ګڼو نورو برخو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د هیواد په لېرې پرتو سيمو کې به د زده کړو اسانتیا برابره کړي.

د طالبانو دغه چارواکی وايي، چې ملي ارزښتونه ورزش او بیرغ نه دي او په خبره يې چې ملي ارزښت اسلام دی.

هغه زیاته کړه، چې خلک دې د طالبانو د حکومت څخه دپرديو د خوشاله کولو لپاره شکايت نه کوي او په خبره يې که خلکو د طالبانو حکومت نه غوښتلی بیا يې ولې شل کاله د طالبانو سره مرستې کولې.

د هغه په خبره:«ان شاالله اسلامي امارت په ټولو لېري سيمو ته زده کړې ورسوي هغه ماشومان به له زده کړو برخمن شي چې شل کاله له زده کړو څخه بې برخې وو، ولسه! تاسو دغه شل کاله طالبان په خپلو کورونو کې ساتل ډوډۍ مو ورکوله اوس تاسو باید داسې غوښتنې ونه کړئ چې هغه د شریعت سره خلاف وي خو که مو د شريعت سره برابره غوښتنه درلوده زه مو خپله ملاتړ کوم.»

د طالبانو د پوهنې دغه وزير چې تيره ورځ (یکشنبه، ۲۰ د وږي) يې ارزګان ته سفر کړی و، هلته يې د خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې د ښځو تعليم خلک نه غواړي او په خبره يې چې ښوونځيو ته د ۱۶ کلونو او ۱۷ کلونو نجونو نه پريښودل د افغانانو کلتور دی.

غه څرګندونې پر خواله رسنیو له پراخه غبرګونونو سره مخ شوې او ډیرو خلکو ادعا کړې چې دا ډول څرګندونې پخوا د پاکستان ګوښه شوي لومړي وزیر عمران خان کړې وې او د طالبانو وزیر د عمران نظر افغانانو سره شریک کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه