کندهار کې د شیخ زاید روزنتون له تړل کیدو سره ۱۱۰۰ یتیمان له زده کړو بې برخې شوي

SM

اطلاعات روز: کندهار کې د شيخ زاید روزنتون له بندېدو سره يو ځای ۱۱۰۰ يتيم ماشومان له خپلو زده کړو بې برخې شوي دي.

کندهار کې د شيخ زاید روزنتون د يوې عربي موسېسې له لوري تمويلېږي چې یتیم ماشومانو ته یې د زده کړو اسانتیا برابره کړې ده.

په دغه روزنتون کې ۹۹ سلنه یتیم ماشومانو ته د زده کړو او ساتنې زمینه برابره شوې وه، چې د خوراک څښاک ترڅنګ ورته د ترانسپورټ امکانات هم برابر شوي وو.

د شيخ زاید روزنتون يو تن کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال دغه روزنتون د بودیجې د کمښت له کبله تړل شوی او پر مهال يې ۱۱۰۰ يتيم ماشومان له خپلو زده‌کړو بې برخې شوي دي.

د دغه روزنتون کارکوونکی وايي، د دې مرکز له بندېدو سره يو ځای د دغه روزنتون ۹۷ تنه اداري پرسونل هم بېکاره شوی چې له هغې جملې ۴۵ تنه ښوونکي دي.

د ده په خبره، کله چې ياد روزنتون فعال و نو د لسو ولايتونو يتيمان په همدغه ځای کې زده‌کړې کولې او د ۲۰۰ يتيم ماشومان لپاره پکې د ليلې امکانات هم برابر وو.

هغه زياته کړه، چې په ياد روزنتون کې له لومړي څخه بيا تر دولسم ټولګي پورې بې پلاره ماشومانو ته زده‌کړې ورکول کېدې.

هغه د ياد روزنتون د بندېدو اصلي لامل د بودیجې نشتون يادوي او وايي، له کله نه چې د طالبانو حکومت واک ته رسېدلی ورته بودیجه نه ده لېږدول شوې.

دغه کس وويل، د شيخ زاهد روزنتون ته هر کال د عربي متحده اماراتو د محمد بن راشد المقتوم له خيريه موسېسې څخه شپږ لکه ډالره بودیجه راتله خو د تېر يوه کال راهيسې ورته دغه پيسې نه دي لېږدول شوي.

د يادونې وړ ده چې کندهار کې د شيخ زاید روزنتون له ۲۰۰۳ کال راهيسې فعاليت درلود چې پر مهال يې ۱۱۰۰ يتيم ماشومانو ته د زده کړې او ساتنې زمينه برابره کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه