کرزی: د ښوونځیو پرانیستلو لپاره د نجونو غږ پورته کول د عزت او پرمختګ اواز دی

SM

اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتيا کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د ښځينه زده کوونکو د لاريون ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دوى غږ د ټولو نجونو غږ او د افغان ملت غوښتنه ده.

هغه نن یکشنبه (۲۰ د وږي) په یوه اعلامیه کې ویلي: د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د نجونو غږ زموږ د ګران هېواد د عزت، پرمختګ او په خپلو پښو د ودریدو غږ دی.»

کرزي له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، څو افغانستان له اوسنۍ «محتاجۍ» څخه خلاص شي او د خپلو تعلیم یافته ځوانانو پر مټ د پرمختګ لوړو څوکو ته ورسیږي.

ورته مهال بیا د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وايي، چې د نجونو ښوونځي د «کلتوري ستونزو» له امله تړلي او خلک نه غواړي چې اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

هغه ارزګان ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي، که د خلکو غوښتنې په پام کې ونه نیسي نو خلک به پاڅونونه وکړي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر ویلي، چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زده‌کړې ترسره کړي.

د طالبانو راتګ سره تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له ورتګ بندې شوې.

په دې وروستيو کې په پکتيا ولايت کې د دوو اوونيو لپاره د نجونو ښوونځي پرانيستل شول؛ خو بیرته وتړل شول. سلګونه نجونو پرون سهار په ګردېز کې د دې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ.

د دغو نجونو لاريون پر خواله رسنیو کې د فعالانو له کلک ملاتړ سره مخ شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه