د طالبانو د پوهنې‌ وزير:اوسنیو شرایطو کې خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې وزیر نورالله منیر ارزګان کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل:«اوسنیو شرایطو کې خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځیو ته واستوي، موږ ته د خلکو کلتور معلوم دی که پام ورته ونه شي پاڅونونه رامنځته کېږي.»

نوموړي دغه څرګندونې نن (یکشنبه، ۲۰ د وږي) ارزګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال وکړې او ویې ویل، چې هڅه کوي ډېر ژر به د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زده‌کړې وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې، چې دوی ته د خلکو فرهنګ معلوم دی او داسې څه نه کوي چې د خلکو له فرهنګ سره خلاف وي.

هغه وویل :« موږ او تاسو په افغاني ټولنه کې اوسيږو دلته د خلکو کلتور راته معلوم دی دغه کلتور هغه څه دی چې تير حکومتونو ورته پاملرنه نه کړې چې له امله يې پاڅونونه او اعتراضونه رامنځته شوي، موږ کوښښ کوو چې داسي يو شرايط رامنځته کړو چې د خلکو اعتراض هم رامنځته نه شي او تعليم هم دوام وکړي.»

منیر زیاتوي، چې په تيرو شلو کلونو کې تعليمي بهير د اسلام او خلکو داساساتو او کلتور سره برابر نه و.

د ده په خبره، د داسې زده کوونکو سره مخ شوی چې په یولسم ټولګي یې کلمه نه وه زده او د اسلام په برخه کې په ډیر څه نه پوهیدل.

نموړي وویل، چې د افغانانو مهم ارزښتونه بيرغ او ورزش نه دی بلکي مهم ارزښت یې اسلام دی او دوی به يې په بشپړ ډول پلي کوي.

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي د خپلو خبرو په داوم سره دا مهمه وبلله، چې خلک دې د طالبانو د حکومت پريکړو او فرمانونو ته پاملرنه وکړي او  د دغو پريکړو او فرمانونو په اړه دې ژر غبرګون نه ښکاره کوي.

هغه وويل، چې هېواد کې ډاکټر او انجينر ته اړتيا لري خو باید په اسلامي روحيه سمبال وي.

که څه هم د پوهنې وزیر وايي، چې د ارزګان خلک نه غواړي چې په اوسنيو شرايطو کې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي خو د ارزګان خلک بیا دغه ډول ادعاوې نه تاييدوي او زياتوي چې دوی چمتو دي چې په خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

دارزګان خلک وايي دوی په هر دول شرايطو کې چمتو دي چې خپلې لورګانې ښوونځيو ته ولیږي.

د ارزګان یوه اوسیدونکي داسې وویل:«طالبانو خپله ویل، چې اوس تر هر وخت شرايط برابر دي نو اوس بیا ولې وايي، چې شرایط نه دي برابر که خلکو نه غوښتل بیا يې نارې ولې وهلې ښوونځي دې خلاص شي، که ښوونځي دلته خلاص وي بیا نو موږ خارج ته څه کوو چې ولاړشو اوس خو امنيت شته هر څه شته نو نور څنګه شرايط باید برابر شي.»

طالب چارواکو بار بار ویلي او ژمنه یې کړې چې د یوې جامع طرحې تر جوړیدو او شرایطو ته په کتو به د شپږم ټولګي پورته ښوونځي خلاص کړي مګر د څه باندې یوه کال په تیریدو دوی ندي توانیدلي چې چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه