د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي، چې د ژوند له نورو اسانتیاوو نشتون سربیره په روغتیایي برخه کې له ستونزو کړیږي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي، چې له کلونو راهیسې ورسره په روغتیايي او نورو برخو کې ژمنې کیږي خو تر اوسه یې یوه هم نه  ده عملي شوې.

د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکي شفیع الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه وکړه.

شفیع الله زیاته کړه: « په دې ولسوالۍ کې مونږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، په خاص ډول روغتیایي مرکزونو کې درمل کم وي او هم مسلکي او تکړه ډاکټران نشته ډیر وخت مونږ خپل ناروغان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقالوو؛ له حکومت غوښتنه کوو چې زمونږ ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي.»

د یادې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي بیا د تیر حکومت په وروستیو کې د پچیراګام ولسوالۍ په ځینو برخو کې د روغتیایي مرکزونو د زیانمنیدو خبره هم کوي.

نورالله د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایي، د تیر حکومت په وروستیو کې د دې ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې طالبانو له روغتیایي مرکزونو او ښوونځيو د سنګر په توګه استفاده کوله؛ چې له امله یې یاد روغتیايي مرکزونه په بمونو ویجاړ شوي او ځينې تخریب شوي چې لا تراوسه یې چا د بیا جوړیدو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

اخوا د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي احسان الله وایي، تراوسه ورسره ځایي خلکو د روغتیا په برخه کې ستونزې نه دي شریکې کړي خو دوی هڅه کوي یادو ستونزو ته د حل لار ومومي.

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس امیرمحمد افتاب هم په یاده ولسوالۍ کې په ځینو برخو کې روغتیایي ستونزې مني، خو خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې ډاډ ورکوي.

افتاب زیاته کړه:«د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې یو څه روغتیایي ستونزې به وي، خو مونږ په هڅه کې یو چې هلته په روغتیایي برخه کې ټولې ستونزې حل کړو او خلکو ته لازمې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړو، نو خلکو ته ډاډ ورکوو چې ستونزې یې حل کیږي.»

 د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي داسې مهال په یاده ولسوالۍ کې د روغتیا په برخه کې شکایت کوي، چې له دې وړاندې د ننګرهار د یو شمیر نورو ولسوالیو اوسیدنکو هم ورته شکایتونه کړي او مسولینو یې دحل ډاډ ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه