ننګرهار کې د سواد زده کړې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

SM

اطلاعات روز: د ننګرهار د پوهنې ریاست طالب چارواکي د سواد ورځې لمانځنه د حکومتونو، عامو وګړو او نړیوالو مرسته کوونکو ته یو فرصت ګڼي چې په وینا یې کولی شي، په هیواد کې د سواد زده کړې کچه لوړه کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمر اول ګل ابو ذاهد په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، په تیر یوه کال کې یې په دغه ولایت کې څلور زره کسانو ته د سواد زده کړې ورکړي دي.

نوموړی همداراز وایي، د طالبانو امنیه قومنداني، مستوفیت، ولایت مقام او ځینو نورو ادارو ورڅخه په مکتوبي ډول غوښتي چې د دوی کارکوونکو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي او هڅه کوي د زده کړو یاد ګراف په دولتي ادارو کې لوړ کړي.

ذاهد زیاته کړه:«ننګرهار کې په تیر کال کې څلور زره کسانو ته د سواد زده کړه ورکړل شوې او همدارنګه اوسمهال مونږ د سواد زده کړې۱۲۸ کورسونه، ۶ ښوونځي لرو او همدارنګه په شاوخوا ۵۰ ادارو کې مو په افتخاري ډول د زده کړو کورسونه پیل کړي او لا هڅه کوو ترڅو د ۲۰۳۰ کال پورې د دې پرګرام له لارې ټول هیواد کې خلک لوستي شي.»

نوموړی وایي، نړیوال بنسټونه او د پوهنې وزارت په پلان کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په هیواد کې شته لس میلیونه نا لوستو، له ډلې ۷۰ سلنه د زده کړو خاوندان کړي.

 دی وايي، دغې موخې ته د رسېدو لپاره یې د سواد زده کړو لړۍ د ننګرهار زیاتو ولسوالیو ته غځولې او د لا ډېرو مرستو او امکاناتو جلبولو لپاره ورسره بهرنیو موسېسو د مرستو او امکاناتو ژمنې کړي دي.

د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمر اول ګل ابو ذاهد په وینا هرکال په ننګرهار کې سلګونه هغو کسانو ته چې عمر یې لوړ وي د سواد زده کړې په برخه کې د زده کړو زمینه برابروي.

په همدې حال کې هغه کسانو چې د سواد زده کړې پروګرام له لارې یې زده کړې ترلاسه کړي خوښ دي، خو په ځینو سیمو کې د کتابتونو، درسي ټولګيو او نورو مهمو لوازمو له کمښت شکایت کوي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی سیدانشاه چې د یاد پروګرام یو زده کوونکی دی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په ټولنه کې د بې سوادۍ د ختمیدو لپاره د سواد زده کړې پروګرام مهم وباله.

سیدانشاه زیاتوي:«مونږ ډیر خوشاله یو چې د سواد زده کړو پروګرام له لارې مو زده کړې کړي او له دې وړاندې مونږ هیڅ لیک او لوست نشو کولای، دهمدې پروګرام برکت و؛ چې ډیر څه مو زده کړل خو له پوهنې وزارت غواړو چې مونږ ته د زده کړو په برخه کې د کتابونو، ښوونځيو او همدارنګه نورو مهمو برخو کې شته ستونزې حل کړي، ځکه دا یو ډیر ګټور پروګرام دی او د غځیدو غوښتنه یې کوو.»

د پوهنې وزارت د معلومات پر بنسټ د هیواد شاوخوا ۶۰ سلنه خلک نالوستي دي، چې په چټکۍ سره د نفوس د زیاتېدا، بې وزلي، ناسم دودونه او جګړه هغه لوی لاملونه دي چې په افغانستان کې ګڼ خلک له زده کړو محروم کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه