اطلاعات روز: پنجشېر کې ځایي سرچينې وايي، طالبانو د دغه ولايت په دره ولسوالۍ کې يو ښوونکى او موټر چلوونکى نيولي دي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوه کسان تېره ورځ (چهارشنبه، ١٦ د وږي) نيول شوي او یوه نامعلوم ځاى ته بیول شوي دي.
دغې سرچينې څرګنده کړه، چې نيول شوى ښوونکى علاءالدين نظامي نومېږي او د درې ولسوالۍ د کرامان عالي لېسې استاد دى.
د سرچينې په وينا، دغه ښوونکى د دره ولسوالۍ د پوهنې مدیریت ته د خپل معاش د ترلاسه کولو په موخه تللى و، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونيول شو.
دغه ښوونکی یوه میاشت وړاندې له دوو نورو ځوانانو سره یو ځای «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور نیول شوی و او له ۱۵ ورځو وروسته خوشې شو.
سرچينه زياتوي، چې طالبانو تېره ورځ په دره ولسوالۍ کې يو ټکسي چلوونکى د تلاشۍ وروسته «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور هم نيولى او د موټر سره يې نامعلوم ځاى ته بیولی دى. سرچینې یاد موټر چلوونکی د مرتضی په نوم یاد کړ.
پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبان تر دې وړاندې هم په پنجشیر کې د ملکي وګړو په نیولو، شکنجه او وژلو تورن شوي دي.
