امرالله صالح: د سولې لار یوازې له دوحې نه تېرېږي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د افغانستان کړکېچ حل لپاره د سوله ییز حللارې په خاطر باید د سولې خبرې روانې وي، خو د حل لار یوازې له قطر او دوحې نه تېرېږي.

ښاغلي صالح نن سهار (یکشنبه، ۷ مرغومې) په خپلې فېسبوکپانې لیکلي، طالبان له نوي افغانستان سره په یوځای او سوله ییز ژوند باور نه لري او د دوحې تړون د دې ډلې لپاره پر ځان «کاذب او خالي» باور رامنځته کړی دی.

صالح لیکلي چې ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او نور دولتي ارګانونه کولی شي طالبانو ته وپوهوي چې «سهوه یې کړې». هغه ټینګار کړی چې د دولت وړتیا سولې ته لار لنډوي.

له دې وړاندې په دوحه کې د سولې خبرو له ځڼد څو ورځې وروسته، د افغانستان لوړپوړو چارواکو په کور دننه د افغان سولې خبرو پر دوام ټینګار کړی و.

د سولې لومړي پړاو خبرې د لیندۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې چې د دویم پړاو خبرې د مرغومې په ۱۶مه پیل شي.

له بلې خوا، د ولسمشر لومړي مرسیتال پر رسنیزو فعالانو او مدني ټولنو وروستیو بریدونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «مقناطیسي بمونه او د ټولنې نرمه برخه یانې مدني فعالان – خبریالان او اهل خبره موخه ګرځول د طالبانو یوولس پایه یي برنامې برخه ده چې غواړي په دې سره د ارزښتونو دفاع کې د خلکو اراده کمزورې کړي.»

ښاغلي صالح دغه راز د دوه کسیزه موټرسایلکونو پر ودرېدو ټینګار کړی او ویلې یې دي چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (فیفا) د مشر یوسف رشید قتل کې له دوه کسیزه موټرسایکله ګټه اخیستل شوې ده.

هغه زیاته کړې د دې ډول موټرسایکلونو ودرېدنه ډېره شوې او تر اوسه یې نږدې ۸۰۰ موټرسایکلونه درولي او فلج کړي دي. د ښاغلي صالح په وینا، له موټرسایکله باید معیاري ګټه واخیستل شي.

امرالله صالح د لیندۍ په ۲۵مه هم ویلي و چې د ارزونې له مخې کابل کې ځنځیري وژنې، له ۹۰ سلنه ډېر یې د ترهګرو اړوند دوه کسیزه موټرسایکلونه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه