د ننګرهار ګرمو سیمو کې ښوونیز کال د نجونو پرته پېل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار په ګرمو سیمو کې نوی ښوونیز کال یوځل بیا داسې مهال پیل شو، چې د طالبانو د ژمنو سره سره لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پیل اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې رییس مفتي حبیب حضرت حقاني نن (سې شنبه، ۱۵ د وږی) د نوي ښوونیز کال د پرانستې مراسمو کې که څه هم مشخصه نه کړه، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به کله ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو زیاته یې کړه، چې تر امرثاني به ښوونځي تړلې وي.

 حقاني وایي، د پوهنې وزارت له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستو هڅه کوي چې نوي ښوونیز کال کې د زده‌کوونکو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

حقاني زیاته کړه:«د ننګرهار په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو او اوسمهال د تودو سیمو په ښوونځیو کې یو میلیون زده کوونکي زده کړې کوي، چې له ډلې یې ۶۰ زره نجونې دي مونږ هڅه کې یو چې سږکال زده کوونکو ته د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او همدارنګه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کیدو په برخه کې د پوهنې وزارت امر ته په تمه یو.»

نوموړی وایي، اوسمهال په تودو سیمو کې یو میلیون زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له ډلې یې یوازې ۶۰ زره نجونې دي.

کوچنۍ فریبا د ننګرهار لېسې د څلورم ټولګي زده کونکې ده وایي، د ښوونځیو له پيل سره یې هیلو ته د رسېدو تړلې لار پرانیستل شوه، خو له حکومت غوښتنه کوي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

فریبا زیاته کړه:«د طالبانو له حکومت غواړو چې نجونو ښوونځي دې پرانیزي او مونږ ته دې د زده کړو اجازه راکړي، ځکه یو کال کیږي چې حکومت د نجونو د ښوونځیو د خلاصیدو وعده کوي خو تراوسه نه ده عملي شوې.»

بل لورته د عبدالوکیل لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی نورشاه د نوي ښوونیز کال پيل ته خوښ خو په دې خپه دي، چې ولې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو ته اجازه ورنکړل شوه.

نورشاه زیاته کړه:«لکه څه ډول چې هلکان حق لري چې زده کړې وکړي دغه ډول نجونې هم حق لري چې تعلیم وکړي، نوي تعلیمي کال پیل ته خوښ یم خو کاش! چې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.»

قومي مشر حاجي لعل ګل هم له شپږ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کیدو اندیښمن کړی او له حکومت یې د خلاصیدو غوښتنه کوي.

لعل ګل زیاتوي:«د طالبانو له حکومت غواړو چې د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي دې پرانیزي او دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده، ځکه که زمونږ خویندې او لورګانې تعلیم ونه کړي د تل لپاره به نور هیوادونو ته احتیاج یو او خپل ناروغان به بهرنیو هیوادونو ته د درملنې په موخه وړو؛ نو لازمه ده چې ښوونځي باید خلاص شي.»

له ننګرهار سربیره د کونړ او لغمان ولایتونو په تودو سیمو کې هم نوی ښوونیز کال پیل شوی او خلکو د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کیدو ټینګار کړی دی.

له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنې په داسې مهال کېږي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو حکومت دا ژمنې کوي، چې ژر به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي خو لا یې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه