اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د يوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه نن (سې شنبه، ۱۵ د وږي) سهار مهال د احمدخېلو ولسوالۍ په «سکندر خېلو» سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا يادو ماشومانو په يوې دښته کې لوبې کولې چې ورباندې د تېرې جګړې پاتې شوې زړې سرګلولې چاودنه وکړه.
د پکتيا په حوزوي روغتون کې يوې بلې سرچينې بيا وويل، چې د پېښې له ځايه دوه ټپي ماشومان په وخيم حالت کې وروړل شوي چې د يوه يې روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
په پکتيا ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولينو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
پکتيا د هيواد له هغو ولايتونو ګڼل کيږي چې لاهم په کې د پخوانيو جګړو له امله خښ کړل شوي ماينونه د خلکو او څارويو ژوند اخلي.
