اطلاعات روز: د بشر حقونو څار ډله وايي، افغانستان کې د داعش خراسان څانګې په پرله پسې ډول هزاره ګان او نور مذهبي اقلیتونه په جوماتونو، ښوونځیو او کاري ځایونو کې په نښه کړي دي. دغه بنسټ ویلي چې طالبان له بریدونو څخه د مذهبي اقلیتونو د ساتنې په موخه ګام نه پورته کوي، ښایي په دې لوی جنایت کې لاس ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان نن (سې شنبه، ۱۵ د وږي) په یوه راپور کې ټینګار کړی، چې طالبان باید د هزاره ګانو او نورو هغو ټولنو ساتنه او مرسته وکړي چې د خطر سره مخ دي.
په ورته وخت کې دغه سازمان زیاتوي، چې طالب چارواکو له ځانمرګو او نورو بریدونو څخه د دغو ټولنو د ژغورلو او یا هم د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو او مرستو رسولو په برخه کې د پام وړ څه نه دي کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، داعش پر هزاره ګانو د ۱۳ بریدونو مسوولیت منلی او لږ تر لږه درې نور ورته بریدونه چې له دوی سره یې تړاو درلود لږ تر لږه د ۷۰۰ کسانو د مرګ ژوبله لامل ګرځیدلي دي. دغه بنسټ زیاته کړې، چې د طالبانو له خوا پر رسنیو فشار په ځانګړي توګه په ولایتونو کې په دې معنا دي چې ښایي د ډیرو بریدونو راپور نه وي ورکړل شوی.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د چارو څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «له هغه وخت راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، داعش پورې تړلو جنګیالیو د هزاره ټولنې پر غړو په داسې حال کې چې دوی ښوونځي، کار او لمانځه ته تلل، بې شمیره وحشیانه بریدونه کړي؛ پرته له دې چې د طالب چارواکو له جدي غبرګون سره مخ شي.»
د بشري حقونو د څار ډلې ټینګار کړی چې طالبان د خطر سره مخ ټولنو د ساتنې مسوولیت لري او باید د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې هزاره ګان په لویه کچه شیعه توکمه دي، چې له یوې پیړۍ راهیسې د افغان حکومتونو له خوا له تبعیض او ظلم سره مخ دي.
په دغه راپور کې راغلي چې د طالبانو ځواکونو په ۱۹۹۰ لسیزه کې شیعه ګان په ډله ییزو وژنو او نورو سختو ظلمونو کې په نښه کړي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، واک ته د طالبانو له راتګ سره، هزاره ګان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن شوي، چې ایا نوي چارواکي به د دوی ساتنه وکړي او که نه. بامیان ولایت کې د هزاره ټولنې یوه غړي د بشر حقونو څار ډلې ته ویلي: «طالبان هیڅکله هزاره ګان نه خوښوي. وروستی ځل چې دوی په واک کې وو، زموږ ډیری خلک یې ووژل.»
د بشري حقونو د څار سازمان راپور زیاتوي، چې پر هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو د داعش بریدونه له نړیوالو بشري قوانینو یا د جګړې له قوانینو سرغړونه ده، چې لا هم په افغانستان کې د تطبیق وړ دي. دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر ملکي وګړو قصدي بریدونه جنګي جنایت دی.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دا ډول بریدونه د سمدستي تلفاتو ترڅنګ، د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، فزیکي او رواني روغتیا ته دایمي زیان او د زده کړو او د خلکو د ژوند په لار کې د نویو خنډونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
عباسي ویلي، هغه طالب چارواکي چې له بریدونو څخه د مذهبي اقلیتونو د ساتنې لپاره اقدام نه کوي، ښايي په دې سختو جرمونو کې شریک وي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، د داعش خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې باید نړیوال بشري قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي او پر ملکي وګړو هر ډول بریدونه ودروي.
همدارنګه د دې ادارې په وینا، طالبان باید په بشپړه توګه نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د داسې سرغړونو مسوولین په سمه توګه محاکمه کړي.
د بشري حقونو د څار ډلې ټینګار کړی چې طالب چارواکي باید د هزاره ګانو او شیعه ګانو په ګډون له خطر سره مخ لږکیو ساتنه وکړي او له ویرې پرته تعلیم او عبادت ته د هغوی د لاسرسي حق تضمین کړي.
دې ادارې زیاته کړې، چې طالبان باید له بریدونو څخه د ژوندي پاتې شویو او د هغوی د کورنۍ غړو په ځانګړې توګه له هغو کورنیو مالي ملاتړ او مرسته وکړي، چې خپل سرپرستان یې له لاسه ورکړي او یا یې مشري ښځې کوي.
د بشري حقونو د څار ډلې ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو د حقونو پر وړاندې سرغړونې چې یو له هغو یې دوی ته د پیسو ګټل لا ستونزمنوي پای ته ورسوي. دغه بنسټ ټینګار کړی، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، باید د هزاره او شیعه ټولنو د لا ښه خوندیتوب غوښتنه وکړي او د هزاره او شیعه ټولنو په ګډون په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو د حساب ورکونې د ټینګښت لپاره میکانیزمونه وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.
