کابل کې چاودنه؛ روسیې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو وژل کېدل تایید کړل

اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو وژل کېدل تاييد کړل. ورته مهال طالبان وايي، چې په دې چاودنه کې یو افغان وګړی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه نن (دوشنبه، ۱۴ د وږي) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د دارالامان پر سړک د روسیې سفارت ته څېرمه رامنځته شوې ده.

اسپوټنیک خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکلي، چې کابل کې د دغه هیواد د سفارت قونسلګرۍ مخې ته «یوه نامعلوم شر اچوونکي سړي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.».

د دغه راپور له مخې د یاد برید په پایله کښې د روسیې د ډیپلوماټیک ماموریت دوه تنه کارکونکی وژل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه هېواد سفارت د طالبانو امنیتي ځواکونو سره له نږدې د یاد برید په اړه پلټنې روانې کړي.

کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن غرمه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د روسیې سفارت ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي. د طالب امنيتي ځواکونو له خوا په نښه شو او ورسره چاودیدونکي توکي هم وچاودیدل.

ځدراڼ ليکلي، چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او لس نور ټپيان دي.

د کابل استقلال روغتون کې سرچینې هم وايي، چې دغه روغتون ته یو تن وژل شوی او لس ټپیان وروړل شوي دي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې د ټپيانو له ډلې څخه اته تنه دا مهال په روغتون کې بستر او پاتې نور رخصت شوي دي.

ویل کیږي چې افغان محصلین او د روسیې تابعیت لرونکي د سفارت بهر د ویزو په تمه وو، چې چاودنه وشوه.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه