اطلاعات روز: کابل کې د روسیې سفارت کې یوې سرچینې د دغه سفارت قونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه تایید کړې ده.
دغې سرچینې د روسیې خبري اژانس اسپوټنیک ته ویلي، چې ښايي دغه چاودنه مرګ ژوبله هم ولري.
د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نن دوشنبه (۱۴ د وږي) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې کابل کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی. تر اوسه د دې چاودنې نوعیت نه دی څرګند.
ویل کیږي چې افغان محصلین او د روسیې تابعیت لرونکي کسان د سفارت بهر د ویزو په تمه وو، چې چاودنه وشوه.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
