لوګر کې د شوروي اتحاد او طالبانو خښ شوي ماینونه لاهم د خلکو ژوند ګواښي

SM

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د پخواني شوروي اتحاد او د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال د طالبانو له خوا خښ شوي ماینونه لاهم په لېرې پرتو سیمو کې د خلکو ژوند ته لوی خطر پېښ کړی او په ځینو سیمو کې داسې پېښې رامنځته شوي چې د دغو ماینونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.

د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په کلیو او بانډو کې لاهم ځینې ماینونه پر ځای دي او له امله یې د کوچیانو او ځايي خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د دوی په خبره څه موده وړاندې د خروار ولسوالۍ اړوند مانمی سیمه کې په یو شپون خښ شوی ماین و چاودېده، چې نوموړی په کې ټپي او څو څاروي یې له منځه لاړل.

دوی غوښتنه کوي چې طالبان دې په لویو لارو کې هغه ماینونه چې په تېرو جګړو کې خښ کړای شوي و، هماغه سیمې دې بیرته پاکې کړي.

د لوګر ولایت د مرکز پل عالم اوسېدونکي هم د پخوانیو ماینونو له امله د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزو ته په کتو د طالبانو له اړونده مسوولینو غوښتنه کوي، چې له ځنډ پرته لاس په کار شي او ناپاکه سیمې دې له ماینونو پاکې کړي.

په دې اړه د پل عالم یو تن اوسېدونکي وحید الله داسې وویل: «رښتیا هم په د لوګر ولایت ګڼو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې ماینونه لاهم پکې دي، ځینې چې د سړک له غاړې وي هماغه د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال اېښودل شوي دي او ځینې نور بیا په غرونو کې یا لېرې دښتو کې د شورویانو له وخت پاتې شوي چې دا خورا د اندېښنې وړ دي او مونږ له داسې ګڼو پېښو خبر شوي یو، چې خلکو ته یې ځاني زیانونه اړولي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې د طالبانو د منصوري قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا مسوولین وايي،  لوګر کې یې پخوانیو ماینونو د پاک کارۍ چارې پیل کړې او په خبره یې چې په دې لړ کې یې د شهیدانو غونډۍ له ماینونو پاکه کړې ده.

د لوګر سربېره د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ډېر کله د پخوانیو خښ کړای شویو ماینونو د چادونې له وجې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو سربېره د ګڼو څارویو ژوند هم اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه