کونړ کې د نن سهار زلزلې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې نن سهار د کونړ ولایت په یو شمیرسیمو کې د سختې زلزلۍ له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسان الله احسان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د نن سهار (دوشنبه، ۱۴ د وږي) زلزلې له کبله د څوکۍ او نورګل ولسوالۍ اړوند« ودیرو، شلط ، ماماګل او اریت» کلیو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړی وایي، په یادو دوو ولسواليو کې د ځایي خلکو د استوګنې شاوخوا ۵۰ کورونه هم نړیدلي دي.

 احسان زیاتوي سیمې ته یې مرستدویه ټیمونه استولي تر څو د زیانمنو شویو خلکو دقیقه سروې ترسره او لاسنیوی یې وکړي.

هغه همداراز وایي، چې د لومړۍ زلزلې د جټکې سره د خلکو هېبتناک غږونه هم مل و، چې له خوبه و او اوس په ځينو سیمو کې د زلزلې تازه جټکې حس کېږي.

ختیځ زون د څلورو ولایتونو سربېره د تېرې شپې د زلزلې ټکانونه د کابل په ګډون د سویل ختیځ زون په یو شمېر ولایتونو کې هم محسوس شوي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو پر اساس د دريښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې مرکز د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه