پکتیکا کې د برېښنا کموالی؛ د ډیزلي برېښنا یو یونیټ په ۶۴ افغانۍ پلورل کیږي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په پکتیکا ولایت کې د برېښنا نشتوالي له امله د خلکو نیوکې زیاتې شوي او وايي، د وارداتي برېښنا نشتون د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د اقتصادي ودې مخه ونیسي.

د دې ولایت د مرکز ښرنې ځینې اوسېدونکي او هټۍ وال په ښار کې د برېښنا کموالي او د ډیزلي برېښنا د لوړو بیو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، د وارداتي برېښنا نشتون له امله د یو خصوصي شرکت له لوري ورباندې ډیزلي برېښنا پلورل کیږي، چې له وارداتي برېښنا یې د یو یونیټ بیه څو برابره لوړه ده او ډیری سوداګر او خلک یې د رانیولو توان نه لري.

د مرکز ښرنې ښار یو تن هټۍ وال صفي الله اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی اوس مهال له یو خصوصي شرکت څخه په خورا لوړه بیه د اړتیا وړ برېښنا تر لاسه کوي او په خبره یې چې له همدې وجې نشي کولی چې خپل کاروبار ته وده ورکړي.

د ښرنې ښار هټۍ وال وایي، د برېښنا لوړې بیې او نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. انځور اطلاعات روز

نوموړی چې د برېښنايي توکو هټۍ لري ترډیره یې زیاتې برېښنا ته اړتیا وي، هغه وايي د ډیزلي برېښنا له لوړ قیمت له کبله یې اوس د دوکان چارو لپاره لمریزه برېښنا برابره کړې خو نوموړی یې کافي نه بولي او غوښتنه کوي چې د پکتیکا اړونده ادارې دې د وارداتي برښنا لپاره پوره هڅې وکړي.

هغه وویل: «دلته په پکتیکا مرکز کې مونږ د برېښنا په برخه کې ډېر زیات له ستونزو سره مخ یو، زه دلته په ښرنې کې د برېښنايي سامان الاتو د خرڅلاو دوکان لرم او تاسو ته معلومه ده چې دا کاروبار

کول ډېرې برېښنا ته اړتیا لري، نو اوس چې د ډیزلي برېښنا یو یونیټ په ۶۴ افغانۍ پیرو د ګټې پر ځای راته تاوان وي او که د برښنا ستونزه نه وای، نو ما د دغو توکو یو بل دوکان هم جوړاوه.»

د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو په وینا چې د برېښنا د نشتوالي له امله د نورو ستونزو سربېره یې د پرمختګ خاص بدلون هم نه دی محسوس کړی او په خبره یې چې له څو کلونو راهیسې د برېښنا نشتون له وجې یې ولایت د هیواد په وروسته پاتې ولایتونو کې شمېرل کیږي.

د دغه ولایت یو تن سوداګر علي شاه اکبر هم د برېښنا برخه کې د خلکو ستونزې جدي بولي او وايي، له دې امله په مرکز ښرنې ښار کې ګڼې فابریکې تړل شوې دي.

هغه نیوکه کوي، چې تېر او اوسني نظام تر دې دمه له ګڼو ژمنو سره، سره بیا هم د پکتیکا والو همدې مهمې غوښتنې ته رسېدنه و نه کړه.

اکبر زیاته کړه، که د خلکو د برېښنا ستونزه هواره شي، نو ګڼ سوداګر چمتو دي، چې په بېلابېلو برخو کې فابریکې فعاله او د اقتصادي ودې لپاره کار کوي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «دلته په پکتیکا ولایت کې څومره معلومات چې زه لرم تر ۱۵ ډېرې فابریکې د برېښنا نشتوالي له امله تړل شوې دي، د دغو فابریکو د تړلو پر مهال لسګونه ځوانان هم بې روزګاره شوي او بله مسله دا ده، چې دلته د ډیزلي برېښنا د بیو نه کنټرول له امله یې د یو یونیټ قیمت له ۶۰ هم پورته دی. مونږ سره په تېر نظام کې ژمنه وشوه، چې تاسو ته به د ازبکستان برېښنا له پکتیا وصل کوو، خو هغه ژمنه تر اوسه سرته و نه رسېده.»

هغه سوداګریز مارکېټونه او فابریکې چې د برښنا کموالي له امله تړل شوې. انځور: اطلاعات روز

وارداتي برېښنا ته په اشارې د ښرنې ښار یو تن اوسېدونکي احمد شاه ګیله من د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې پکتیکا ته دې له پکتیا ولایت څخه د برېښنا مزي وغځول شي، تر څو خلک له اوسنیو ستونزو خلاص شي.

د هغه په وینا دوه کاله وړاندې د ښرنې ښار اړوند په شپنو سیمه کې د وارداتي برښنا لپاره د سب سټیشن د جوړېدو چارې پیل شوې او تر ډېره یې کارونه هم بشپړ شوي دي، خو هغه زیاتوي چې دغه مرکز ته له پکتیا ولایت څخه د برښنا پایو په جوړېدو لاهم کار نه دی پیل شوی.

ګیله من وویل: «زمونږ له حکومت دا غوښتنه ده، چې اوس خو امنیتي ستونزې هم نشته او تر ډېره د برښنا وصل کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده، په شپنو کلي کې سب سټیشن جوړ شوی او پکار ده چې د پکتیا له مرکزي سب سټیشن باید نور د پایو نصب کول او د مزو غځولو چارې پېل شي، تر څو د خلکو دا مهمه اړتیا پوره شي.»

د برېښنا هغه سب سټېشن چې دوه کاله وړاندې یې د شپنو په کلي کې د جوړېدو چارې پیل شوې. انځور: اطلاعات روز

تېره کال د اپریل په میاشت کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د غزني – ښرنې د ۲۲۰ کیلو واټه لیږدونکي برښنا د مزو د غځولو پروژه هم پېل شوه، چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږدولو ظرفیت یې درلوده، خو د نظام له سقوط سره سم هماغه پروژه هم په نیم ګړي حالت پاتې شوه.

د دغې پروژې لپاره د اسیا پرمختیايي بانک له لوري څه کم لس میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي و او یوې هندي کمپنۍ ته په واک کې ورکړل شوې وه.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي اوس له طالبانو غوښتنه کوي، چې هماغه پروژه تعقیب او د بشپړېدو لپاره دې عملي کار پیل شي.

په پکتیکا ولایت کې د برښنا لوړو بیو ته په کتو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د برېښنا امریت مسوولین وايي، دوی د اړتیا پوره کېدو په موخه د ښرنې ښار لپاره د ډیزلي برښنا یو خصوصي شرکت ته ورکړی، چې د دې شرکت د بدیل نشتون له وجې مجبوره دي چې په هماغه لوړه بیه خلک برښنا وپیري.

د دې ولایت لپاره د برښنا امر محمد ایوب شاه اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ستونزې د هواري لپاره یې هڅې پیل کړې دي، تر څو له پکتیا د وارداتي برېښنا له وصل کېدو وړاندې په دغه ولایت کې د ډیزلي برېښنا یو شبکه رامنځته کړي.

له غزني ولایت پکتیکا ته د برېښنا مزو غځولو چارې چې تېر کال په جمهوري نظام کې پیل شوې وې. انځور: اطلاعات روز

شاه وايي: «د برښنا د بیو د لوړېدو یو دلیل همدا دی، چې د ښرنې ښار لپاره مونږ ډیزلي برېښنا چمتو کړې او دا مو یو خصوصي شرکت ته په واک کې ورکړې، نو د دې لپاره مونږ بل بدیل نه لرو چې له اوسني شرکت ځان خلاص کړو او له کوم بل یوسره قرار داد وکړو، ولې هڅې مو پیل کړې او د ډیزلي برېښنا د یوې شبکې رامنځته کولو لپاره پلان لرو.»

له دې سره سم په سویل ختیځ زون کې د پکتیا برېښنا ریاست چې د زون په کچه فعالیت لري، مسوولینو یې هم د پکتیکا ولایت د برېښنا ستونزه مني، خو وايي اوس مهال یې د دغه ولایت لپاره د درې پایو مختلف السایز جنراتورونو پر مټ ۲۰۰۰ کورونو ته ډیزلي برښنا برابره کړې ده.

د پکتیا د بریښنا حوزوي ریاست. انځور: اطلاعات روز

د دغه ریاست لپاره د طالبانو ریس مولوی انور شاه اطلاعات روز ته په لیکل شوي پیام کې ډاډ ورکړی، چې د تعرفې تعینولو لپاره یې د برېښنا مرکزي ریاست ته وړاندیز کړی دی.

نوموړي ویلي: «د پکتیکا ولایت لپاره اوس مهال ډیزلي برېښنا برابره شوې، چې درې جنراتورونه مو ورته برابر کړي او ۲۰۰۰ کورنۍ تر استفاده کوي او د دې سربېره مونږ د تعرفې د تعینولو لپاره مرکز ته وړاندیز کړی چې په راتلونکې نږدې ورځو کې به یې شاهدان و اوسو.»

میاشت وړاندې پکتیکا ولایت ته د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر سفر کړی و، خو د دغه ولایت لپاره یې د برېښنا د ستونزې هوارېدو کومه ژمنه نه وه کړې، پکتیکاوال وايي، که حکومت یې په عاجل ډول د برښنا ستونزې غم و نه خوري، مجبوره دي چې د خپل حق غوښتلو لپاره لارو کوڅو ته را ووځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه