پکتيا کې ښځو ته لا هم د ميراث حق نه ورکول کيږي

خبریال: امېد اشنا

د پکتيا ولايت اوسېدونکې وايي چې لا يې هم د کورنۍ د نارينه غړو لخوا د ميراث شرعي حق خوړل کیږي او مېرمنې ترې محرومې دي. 

دوی د دې چارې عوامل له اسلامي اصولو کافي ناخبري او د ډېری نورو کورنيو لخوا په شعوري ډول د دې حق نه ورکول بولي. 

د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکې شازيه وايي چې مېرمنو ته له ډېرې مودې د ميراث حق د نه ورکړې له امله د ښځو دا حق بيخي هېر او تر پښو لاندې شوی دی. 

شازيه وويل چې ډېری داسې ښځې شته چې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي او که کورنۍ يې د ميراث برخه ورکړي، نو په ژوند کې يې ور سره ښه والی او اسانتيا راتلی شي. 

دا وايي: «دا يوه عمده ستونزه ده چې ښځو ته ميراث نه ورکول کيږي، يو خو مرد سالاري ډېره ده چې سړي په ښځو باندې واکمني کوي او بل ښځې له خپلو حقونو ندي خبرې؛ کېدی شي ځينې سړي هم د دوی له دې حقه نه وي خبر او که خبر وي قصدا نه غواړي ښځو ته ميراث ورکړي.»

مدني فعاله مسکا منګل وايي چې ډېری سړي ښځو ته ميراث ورکول په خپل زيان بولي او له دې زيان څخه د مخنيوي لپاره يې هغوی له دې حق څخه محرومې کړې دي. 

منګل وويل چې د انجونو پر سر لوړ ولور اخيستل کيږي چې هغه ډېره برخه پيسې هم د کورنۍ مشران ځان ته اخلي او له بلې خوا يې د ميراث له اسلامي حق څخه هم سترګې پټوي. 

نوموړې وويل:«لکه څنګه چې د اسلام له نظره نارينه حق لري، د ښځو حقوق هم مالوم دي. که بې تعليمه او ناپوهه خلک نه پوهيږي، علمای کرام او مشران خو د ميراث په حق پوهيږي، خو تر اوسه هغوی هم خوېندو ته ميراث ندی ورکړی.»

ديني عالم عطاالله فکري وايي ميراث د ښځو مسلم شرعي حق دی او که څوک دا حق ورنکړي او يا يې په زور ترې ستون کړي، نو لويه ګناه او الهي عذاب لري. 

فکري د ښځو د ميراث حق نه ورکول ناوړه کار بولي او په خبره يې ډېره خواشينوونکې دا ده چې ځينې وخت د خپل حق غوښتونکې مېرمنې ځپل کيږي هم. 

فکري وویل: «ښځه په ميراث کې حق لري او خدای تعالی مالوم کړی دی چې د نارينه نيمايي دی. خدای تعالی فريايلي په کور کې د ښځې او خاوند په مابين کې حقوق مساوي دي او يو بل باندې فضيلت نلري، صرف نارينه يوه درجه حق اضافه لري، په دې خاطر چې دی نفقه راوړي، نو چې سړی مصارف ورکوي، نو په مصرف کې يې اختيار هم چليږي.»

قومي مشر جنت خان منګل له اسلامي اصولو د خلکو ناخبري د ميراث د نه ورکړې عمده لامل يادوي او وايي که ديني عالمان، قومي مشران او د کورنۍ ځوان مشران ښځو ته ميراث ورکړي، نو خلک به پوه او ښځې به خپل دا حق تر لاسه کړي. 

منګل وويل: «هغه کار چې لازم دی، چې بايد علماوو کړی وای او د خلکو ذهنونه يې روښانه کړي وای، تر اوسه يې ندی کړی. زه په دې اند يم که زموږ ديني علما، مشران او مدني فعالان په دې هکله اقدام وکړي، ښځو ته به دا حقوق ورکړل شي.»

د پکتيا د ښځو چارو رياست هم ښځو ته د ځينو نورو تر څنګ د ميراث حق نه ورکول د هغوی پر ژوند اغېز لرونکی فکتور يادوي او وايي چې اوسمهال ځينې ښځې د خپل دې حق ترلاسه کولو لپاره دوی ته هم مراجعه کوي. 

نسرين اورياخېل وويل:«پکتيا کې مېرمنو ته تر اوسه چا ميراث ندی ورکړی، خلک بايد په دې پوه شي چې ميراث هم د خوېندو حق دی او اسلام ورکړی دی.»

که څه هم وروستيو کې د ښځو او انجونو د حقونو د ورکړې مسلې ډېرې ياديږي او په ځينو سيمو کې د ولور په څېر د ناوړه دودونو د مخنيوي لپاره ځينې قومي تړونونه هم شوي، خو تر دمه په دې اړه پام وړ عملي ګامونه ندي اخيستل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه