یونیسف په نيمروز کې د ماشومانو زده کړې لپاره ۵۰۰ محلي ټولګي فعالوي

SM

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نیمروز ولایت کې  ۱۷ زره او ۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړې ۵۰۰ محلي ټولګي جوړوي.

نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس مفتي حبیب الله الهام اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، دغه محلي ټولګي په هغو سيمو کې فعالیږي، چې له تيرو ۲۰ کلونو راهیسې يې ماشومانو زده کړو ته لاس رسی نه درلوده.

هغه وايي، چې د نیمروز ولایت په لېرو پرتو سیمو کې به ۱۷ زره او ۵۰۰ ماشومانو لپاره ۵۰۰ ښوونیز ټولګي جوړ شي چې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو له خوا پکې تدريس ترسره کيږي.

مفتي الهام وويل، د نيمروز ولايت په ولسواليو او لېرو پرتو سيمو کې د سيمه ييزو صنفونو د جوړولو پروژه د يونيسف موسېسې له خوا د ۵ سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، د بې وزلو او لیرې پرتو سیمو د ماشومانو لپاره دغه پروګرام د ډېر وخت لپاره دوام لري.

نمومړي زیاته کړه:«بلې دغه ښوونځي چې د يونيسف موسېسې لخوا جوړيږي د نيمروز ولايت په هغه لېرې پرتو سيمو کې جوړیږي چې ماشومان يې په تيرو شلو کلونو کې له زده کړو بې برخې وو، چې ټوټل ۵ سوه ټولګي به وي او د ۵ سوه  نارینه او ښځینه ښوونکو لخوا به دوی ته تدريس وړاندي کيږي دغه پروسه به پر مخ ځي.»

ورته مهال کې د نیمروز ولایت د لېرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې د دوی اولادونو ته د زده کړو زمینه نه وه برابره شوې.

دوی وايي، د دغو ښوونیزو ټولګیو په جوړولو سره به د دوی ماشومان د زده کړو له لارې خپل راتلونکی جوړ کړي.

نیمروز د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې زده کړو ته کمه پاملرنه شوې او ډیری ماشومان یې له زده کړو بې برخې پاتې شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه