اطلاعات روز: د اسیا کپ کرکټ سیالیو دویم پړاو لومړۍ لوبه کې سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه.
د نننۍ (شنبه، ۱۲ د وږي) لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی يې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې ترټولو ښه لوبه رحمان الله ګربز وکړه چې په ۴۵ توپونو یې ۸۴ منډې جوړې کړې، ترڅنګ یې ابراهیم ځدراڼ په ۳۸ توپونو ۴۰ منډې وکړې.
سیالې لوبډلې د افغانستان د ۱۷۶ منډو هدف د شپږو ویکټو په ورکولو سره د شلم اور په لومړي توپ پوره کړ او د دې پړاو لومړۍ بریا یې خپل په نوم کړه.
که څه هم افغانستان لوړ هدف ټاکل و، خو د کمزوي ډګر ساتنې له امله یې ونشو کړی د سیالې لوبډلې د بریا مخ ونیسي.
افغانستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو لومړي پړاو کې سریلانکا ته په اتو وېکټو لويه ماته ورکړې وه. دويمه لوبه يې له بنګله دېش هم په لوی توپير ګټلې وه.
یاده دې وي چې د اسیا کپ دویم پړاو سیالیو کې سبا یو ځل بیا پاکستان له هند سره مخ کېږي.
