اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۹۷۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۸۳ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، تخار، پکتیا، بغلان، پروان، نیمروز، غزني، بدخشان، لوګر، هلمند، کاپیسا، خوست، ارزګان، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۸۴۷ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۶۰ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۱ زره او ۱۲ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۱۵۸ تنو ته ورسېد.
