اطلاعات روز: پنجشېر کې سرچينې وايي، طالبانو د دغه ولايت په حصه اول ولسوالۍ کې يو بوډا لومړى شکنجه کړى، وروسته يې په ډزو وژلى او جسد يې ورته سيند ته اچولى دى.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته په یوه پیغام کې وویل، دغه سړی «اغا محمد» نومیده او د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ د «خارو» کلي له سپين ږيرو څخه و.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه سړى پرون (چهارشنبه، ٩ د وږي) نيولى او وژلى دى.
سرچينې زياته کړه، چې د اغامحمد مړى د «پشغور» سيمې له سيند څخه را ايستل شوى او پر جسد یې د نښو نښانو څخه داسې معلومیږي چې یاد کس لومړی شکنجه شوی او وروسته په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اغا محمد بوختیا بزګري وه او څو په عمر واړه ماشومان ترې پاتې شول.
پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې اونۍ په پیل کې سرچینو خبر ورکړی وو، چې طالبانو د پنجشیر په دره کې یو ځوان «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور په ډزو وژلی و.
تر دې وړاندې هم په پنجشیر کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د وژلو راپورونه ورکړل شوي و.
درې ورځې وړاندې د بغلان خوست ولسوالۍ کې د یوه ۱۹ کلن ځوان خپلوانو خبر ورکړ، چې طالبانو هغه نیولی او بیا یې تر شکنجې لاندې وژلی دی.
