اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د طالبانو یو محلي قومندان یوه کور ته د واښتو پر مهال د کور خاوند له لوري په ډزو وژل شوی دی.
یوه ځايي خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې يو ځایي طالب قوماندان تېره شپه (چهارشنبه، ۹ د وږي) هغه مهال وژل شوی چې يوه کور ته له يوې ښځې سره د نامشروع اړيکو په خاطر اوښتی و.

سرچینه زیاتوي، یاد قوماندان جلال نومیږي، چې د نرنګ ولسوالۍ د «باډېل» دره کې د کوټکي د پوستې قوماندان و، پرون شپه د خپل يو ساتونکي کور ته ور اوښتی، غوښتل يې چې د ساتونکي پر مېرمن جنسي تېری وکړي چې ساتونکي يې قومندان جلال او خپله مېرمن وژلي دي.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پیښه تاییدوي خو وایي، چې جلال قومندان له دوی سره رسمي دنده نه درلوده.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په ټولنيزو شبکو کې د لغمان ولايت د دفتر د رييس يو غږ لاس په لاس کېده چې هغه هم د خپل يو ساتونکي له مېرمنې سره په خبرو کې له هغې څخه د نا مشروع اړيکو غوښتنه کوله.
