پروان کې اعتراض کوونکې ښځې:  الهه او د هغې په څیر نجونې وژغورئ

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند له لوري د اجباري واده او شکنجې په اړه د یوې محصلې نجلۍ له ادعا وروسته، پروان ولایت کې یو شمېر نجونو په دې اړه اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکو نجونو شعارونه ورکول چې د افغان ښځو له ژوند او برخلیک سره باید لوبې ونه شي.

دوی اجباري ودونه «تدریجي مرګ» بللی، د الهې او د هغې په څیر نورو نجونو د خلاصون غوښتونکې شوې دي.

الهې تازه په یوې ویډیو کې ویلي، چې سعید خوستي د طالبانو د استخباراتو ریاست کې هغه په زور مجبوره کړې چې واده ورسره وکړي.

الهه وايي، چې د کابل په طبي پوهنتون کې د طب محصله ده او پلار يې د ملي امنيت له پخوانيو جنرالانو څخه و.

هغه ادعا کوي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست کې پر دې څو ځله «تېری» شوی او سعید خوستي یې فلم اخیستی دی.

الهه زیاتوي،چې سعید خوستي هغه هره شپه وهلې ټکولې ده. په خپرو شویو انځورونو کې د دغې نجلۍ پر بدن د وهلو ټکولو نښې لیدل کېږي.

سعید خوستي وایي، چې شپږ میاشتې وړاندې یې د د الهې په غوښتنه واده وکړ. هغه وویل چې له واده وروسته پوه شو چې الهه د «عقیدې او باور» ستونزه لري.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند الهه مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې او ویلي یې دي چې هڅه یې کړې چې د نموې نجلۍ عقاید اصلاح کړي.

هغه د الهې وهل ټکول رد کړي او ویلي یې دي چې د دې «ناسنجول» شوې نکاح څخه سخت پښیمان دی او له طالبانو یې بخښنه غوښتې ده.

دغو ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تېره ورځ هم په کابل کې یوه ډله اعتراض کوونکې ښځې د الهې په ملاتړ راټولې شوې.

اعتراض کوونکې میرمنې د الهه د «ژغورنې» غوښتنه کوي او وايي، چې الهه او په سلګونه نورې اعتراض کوونکې نجونې چې په پټه او ویره کې ژوند کوي یا ټکول شوي او یا په مرموز ډول وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه