کندهار کې یو شمیر میرمنو بې سرپرسته ښځو ته کاري بوختیاوې برابرې کړي

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې يو شمېر میرمنو نورو بې سرپرسته او غريبو ښځو ته د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کې د کارکولو زمينه برابره کړې ده.

وروسته له هغه چې د طالبانو سرپرست حکومت واکمنۍ ته ورسېد د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې له کارکولو منعه شوې او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.

دغه راز په ټول هېواد کې د ښځو چارو وزارت او رياستونه لغوه شول او پر ځای يې د امر بالمعروف وزارت په کار پيل کړی، کومو ښځو چې مخکي به يې په اقتصادي ډګر کې تاوانونه کول تر دېره پورې به له دغه وزارت څخه حمايت کېدلې.

خو اوس‌ مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کې داسې میرمنې پيدا شوي چې د دوی له طريقه د دغې ولسوالۍ نورو ښځو ته د کارکولو زمينه برابره شوې او د کار په بدل کې پيسې ورکوي خو دغه میرمنې لا هم ژوند له کړاونو ډک تیروي وایي چې ستونزې یې ډیرې دي.

کندهار کې میرمنې په یوه کاري ځای کې کوښښ کوي ترڅو په لاس ښکلي ښکلي کالي جوړ کړي او بازار ته یې وړاندې کړي. انځور: اطلاعات روز

د میرمنو غوښتنې

زرقايده يوه له هغو ښځو څخه ده چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په ساعتونه د نورو ښځو کالي جوړوي، خو په بدل کې يې يوازي ۱۰۰ افغانۍ ګټي چې د خپلې کورنۍ اړتياوې پرې پوره کړي.

هغې اطلاعات روز ته وويل: «زه مرستې ته اړتيا لرم، يو نيم کلن ماشوم مې له لوږې د خاوند تر وهلو او ټکولو لاندې مړ شو، اوس تر دغه ژوند په مرګ ډېره خوشحاله يم دا نو اوس ژوند دی چې زه یې کوم، پر دنيا هيڅ څوک نه لرم.»

هغې زیاته کړه، چې له خپلو ماشومانو سره يې د ډوډۍ نشتون له امله اووه ورځې په لوږه تېري کړي.

یاده میرمن وایي، چې مېړه يې په نشه یي توکو اخته دی او خپله ټولو ستونزو ته رسیدګي نشي کولای،هغې زياته کړه چې هر سهار يې خاوند وهي او ډبوي خو سره له دومره مشکلاتو بيا هم ناست ده او د ښو ورځو له پاره انتظار باسي.

دې وویل، چې په ماشومتوب کې يې پلار او مور له لاسه ورکړي او ټول ژوند یې د کاکا پر کور تېر شوی خو کاکا يې د‌ هغې د ساتنې په بدل پر نشو روږدي زوی ته په نکاح کړې ده.

د هغې په وینا، له همدې ځای څخه پيسې ګټې او د معتاد خاوند ترڅنګ یې څلور اولادونه هم پرې ساتي.

هغه بې سرپرسته میرمنې چې دلته کار کوي او بیا پرې خپل اولادونه ساتي. انځور: اطلاعات روز

دا چې په ډېر ټيټ معاش باندې په کار لګیا ده زیاتوي، چې اقتصادي ستونزې يې ډېرې دي او نه شي کولای ترڅو نور خپل ژوند‌ ته دوام ورکړي او تر ژوند کولو په مرګ ډېره راضي ده.

زرقايده وايي، حکومت او موسېسې دې د‌ ماشومانو په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي او له ظلمونو دې يې خلاصه کړي.

دغه راز د ګل پاڼې په نوم د دې خياطۍ د يوې بلې کارکوونکې هم په خپل زړه کې ډېري خبرې ساتلي، هغې اطلاعات روز ته وویل، چې د خياطۍ ترڅنګ په شامپو جوړولو کې هم مهارت لري.

هغه زياتوي، چې دلته يوازې نيمه ورځ د کارکولو له پاره ورته زمينه برابره ده او د کور کرايه او نور مصارف يې تر هغه ډېر دې کوم چې دا يې د ورځې په جريان کې ترلاسه کوي.

د هغې په خبره، چې خاوند يې د تېر حکومت پرمهال خپلې پښې د ماين په چاودنه کې له لاسه ورکړي او اوس د ټولې کورنۍ سرپرستي دا په غاړه لري.

نوموړې وايي، د ځان په شمول یوه پنځه کسيزه کورنۍ ساتي او د هرې ورځې په تېرېدو سره جنجالونه لا ډېرېږي.

ګل پاڼه زیاتوي، د طالبانو سرپرست حکومت او نړيوال سازمانونه دې، د دوی د کار کولو له دغه مرکز او میرمنو سره مرستې وکړي څو خپلې ټولې ستونزې پرې حل کړي.

د خياطۍ او شامپو جوړولو د مرکز کارکونکې په وينا: «هر رقم مرسته چې وي زموږ قبوله ده، د معيوب خاوند ترڅنګ څلور کسه په يوازې سر ساتم، زموږ سره بايد کومک وشي، تر ننه مو چا لاس نيوی نه دی کړی، موږ هم اړتياوې لرو.»

په دې ولسوالۍ کې دوه د ښځو د‌ خياطۍ او شامپو جوړولو مرکزونه شتون لري چي په هر يوه کې يې د پنځه دېرش په شاوخوا کې کارکوونکې او زده‌کوونکې شتون لري.

رغديه هم دلته د خياطۍ په يوه مرکز کې دنده ترسره کوي، هغه چې د ګلدوزۍ دنده پر مخ وړي او د خپلي کورنۍ د ژوند د بقا له پاره پيسې ګټي اطلاعات روز ته یې وویل، له يو کال راهيسې دلته د ګلدوزۍ کار کوي او تراوسه يې بېلابېل ډوله د ګلدوزۍ ډيزاينونه جوړ کړي دي.

ياده ميرمنه وايي، کوم معاش چې له دې مرکزونو څخه ترلاسه کوي بسنه يې نه کوي او اړتيا لري ترڅو مرسته ورسره وشي.

یادو میرمنو ته دوه ځایه کاري بوختیاوې برابرې شوي یو ځای خیاطي کوي او بل ځای د شامپو جوړولو کارخونه کې کار کوي. انځور: اطلاعات روز

دغه کارکوونکې وويل، اړتياوې يې ډېرې دي خو د پوره کولو له پاره یې توان نه لري ځکه په وينا یې چې د‌ مياشتې يوازې درې زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي.

د رعدې خاوند د طالبانو او پخواني افغان حکومت ترمنځ په جګړه کې مړ شوی او دا مهال هغه د خپلو وړو بچيانو سرپرستي په يوازې سر کوي.

نوموړې غوښتنه کوي: «موږ ته دې د خياطۍ او ګلدوزۍ له پاره عصري او ښه ماشينونه راکول شي، اوس زه ناروغه يم ټوله ورځ په چوکۍ کې ناسته يم، چې ځينې وختونه پر پښو نه‌شم درېدلای، اقتصادي ستونزې لرو، اوس نه پوهېږو چې څه وکړو.»

وسيله هم د دامان ولسوالۍ د ناقلينو په کلي کې د شامپو جوړولو په مرکز کې کارکوونکې ده، هغې اطلاعات روز ته وویل، خپله ناروغه ده او د کور د ګټې له پاره بل څوک نه لري ترڅو پيسې ورته وګټي.

هغه وايي، په دغه مرکز کې شامپو جوړوي او وروسته غرمه مهال په عينو مينې ښارګوټي کې د خانانو خلکو د کور کارکوي.

د نورو ښځينه کارکوونکو په څېر دا هم له دغه مرکز څخه هره ورځ د کارکولو په ترڅ کې شاوخوا ۱۵۰ افغانۍ معاش اخلي خو دا زياتوي چې وړې ستونزې يې لا نه پرې حل کېږي.

وسېله زياتوي، چې ډېر کله دلته بېکاره وي او روزي ګټلو له پاره په ښار کې د ۱۵ افغانۍ په بدل کې د خلکو يوه جوړه کالي مینځي.

کله چې په دغه کارخونو کې کار نه وي یادې میرمنې د پیسو لپاره د خلکو کورونو کې کالي مینځي ترڅو خپلو اولادنو ته ډوډۍ پيدا کړي. انځور: اطلاعات روز

دغې کارکوونکې زیاته کړه: «داسې وختونه راغلي چې په مياشتو مياشتو ما او زما ماشومانو د غوښو او مېوو خوند نه دی څکلې، د کور پر کرايه مو وس نه رسېږي، کله کله په وچې ډوډۍ پسې حيران یو چې له کومه يې کړو په ورځ کې ۳۰۰ افغانۍ ګټم کله تر دې لږ شي خو دا مو نه بسېږي.»

د دې په وینا، مجبوره ده تر څو هره ورځ د خپلې کورنۍ اتو تنو ماشومانو او لويانو ته د خوراک له پاره يو څه برابر کړي.

ښځینه پانګوالې

د دې مرکزونو پانګوالې د طالبانو له واکمن حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو ورته پاملرنه وکړي او د شته ستونزو په حل کې یې همکاره اوسي.

د ساقې پوپلزۍ په نوم د شامپو جوړولو او خياطۍ مرکز مشرې اطلاعات روز ته وويل، اوسمهال ورسره ډېري کونډې، بې سرپرسته او هغه ښځې په کار لګيا دي چې خاوندان يې معتادين او د ورځنيو اړتياوو پوره کولو څوک نه لري.

ميرمن پوپلزۍ ويلي، تراوس ورسره هيڅ چا مرسته نه ده کړې او دغه مرکزونه د خپلو نورو همکارو میرمنو په هڅو او کوښښونو پر مخ بيايي.

هغې زياته کړه، له ډېرو ستونزو سره مخ ده خو بيا يې هم مخ پر وړاندې قدمونه اېښي او د‌ امکان تر حده يې مبارزې ته دوام وکړی.

دا وايي، کومې ښځې چې ورسره په ښځينه خياطۍ او شامپو جوړولو کارخانې کې کار کوي په لومړي قدم کې له دريو څخه بيا تر شپږو مياشتو زده کړي ورکوي او له هغه وروسته معاش ورته حواله کوي.

د دغو مرکزونو مشرې زياته کړه وویل، اوس وخت ورسره دېرش بې سرپرسته ښځې په خياطۍ مرکز او د شامپو جوړولو کارخونې کې په زده کړو او کار باندې بوختې دي.

د هغې په وينا: «زما څخه کارکوونکي ډېر معاشونه غواړي او زه پيسې نه لرم، يوازې ان ار سي موسېسې راسره مرسته کړې، ما د مارکيټ ولا سره قراردادونه کړي بيا دغه د‌ خرڅ شويو توکو پيسې راخلم او خپلو کاریګرو ته معاشونه ورکوم، زموږ سره دې د مارکيټ په پيدا کولو کې مرسته وشي.»

د هغه له قوله چې هره ورځ اووه کارتنه شامپو جوړوي او څلور جوړې د ښځو لباسونه ګنډي او جوړوي یې.

همدارنګه د دې مرکز ترڅنګ د راضيه په نوم يوې بلې مېرمنې هم د خياطۍ او کالیو جوړولو مرکز جوړ کړی دی.

د‌ دغه خياطۍ مرکز مشرې راضيه اطلاعات روز ته وویل، بېلابېلې ستونزې لري او د‌ حکومت او نړيوالو مرستندويو موسېساتو لاس نيوي ته اړتيا لري.

له هغې سره د ښځينه کالیو جوړولو په دغه مرکز کې شاوخوا پنځه دېرش کونډې او بې سرپرسته ښځې کار کوي.

دا غوښتنه کوي ترڅو نور کسان هم د دې په شان هېواد کې بې کارو او بې وزلو ښځو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.

هغې زياته کړه، کومې ښځې چې ورسره په دندې بوختې دې هره يوه يې د يوې کورنۍ سرپرستي او ساتنه کوي.

دې پانګوالې وويل، که فرصت ورته برابر شي نو هڅه به وکړي ترڅو په داخل د‌ هېواد کې د لسګونه نورو ښځو له پاره هم د کار کولو زمينه مساعده کړي.

د دغه مرکزونو پانګوالې میرمنې وایي، که حکومت ورته بازار پیدا کړي او مرسته ورسره وشی نو ډیرو میرمنو ته به د کار زمینه برابره کړي. انځور: اطلاعات روز

د ‌نوموې په خبره: «نوی حکومت دې د خلکو لاس نيوی وکړي، له ښځو سره دې د کار کولو په برخه کې همکاري وکړي او لاس نيوی دې وکړي، دلته چې کومې ښځې کار کوي هره يوه يې د يوې بې سرپناه کورنۍ نماينده‌ګي کوي.»

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې د افغان ميرمنو له پاره د پانګونې په برخه کې ډېرې اسانياوې موجودې وې، خو په همدې برخه کې فساد د ‌دې سبب شو ترڅو ښځينه پانګوالې او صنعت کارانې له دغه فرصت څخه په ښه ډول ګټه پورته نکړي.

گڼو نړيوالو موسېساتو د افغان ښځو له پاره بېلابېل روزنيز پروګرامونه په لار اچولي وو، تر څو افغان ميرمنې کسبونه زده کړي او په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ سرپرستي او ساتنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه