ولسمشر غني: پر مدني فعالانو او ملکیانو د وروستیو بریدونو عاملین دې پیدا او په سزا دې ورسیږي

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته امر کړې، چې پر مدني فعالانو او نورو ملکي وګړو د بریدونو عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.

له ارګه په نننۍ (شنبه، ۶ مرغومې) خپره کړې خبرپانه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی څو پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.

د خبرپاڼې له مخې غني زیاته کړې: « د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د هیواد د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د تروریستي بریدونو موخه ګرځېدلي دي، د لا ښه امنیت د تامین جدي لارښوونه وکړه.»

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو اونیو کې پر خبریالانو، مدني، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالانو د ناڅرګنده وسله والو او ماینونو بریدونه زیات شوي دي.

وروستۍ مدني فعاله فرشته کوهستاني وه، چې دوه ورځې وړاندې په کاپیسا ولایت کې ناڅرګنده وسله والو له خپل ورور سره یو ځای ووژله.

له دې وړاندې د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو یا فیفا مشر یوسف رشید په کابل کې نا څرګنده وسله والو له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وواژه.

دغه راز په تېرو اونیو کې ګڼ شمېر خبریالان او نور مدني فعالان په ورته پېښو کې ووژل شول. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې طالبان له دې وروسته خبریالان او مدني فعالان په نښه کوي. خو طالبانو بیا دغه وژنې رد او ویلې یې دي چې دا د دوی کار نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه