د امریکا د وتلو کلیزه؛ طالبان: نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې معقوله تګلاره غوره کړي

CENTCOM

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه معقوله تګلاره غوره کړي.

تېر کال د سنبلې په نهمه نېټه وروستی امریکايي سرتېری د کابل له هوايي ډګر ووته. طالبانو دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او تیره شپه یې جشن نیولی و. په پام کې ده چې طالبان نن (چهارشنبه) نهم د وږی هم ولمانځي.

د طالبانو ویاند په یوه بیان کې د بهرنیو ځواکونو وتل د دې ډلې لپاره یوه «لویه فتحه» بللې او ویلي یې دي چې مهمه دا ده  «د دې سترې بریا په ارزښت او اهمیت پوهېدل درک کړو.»

مجاهد لیکلي: «موږ باید د دې سترې فتحې له فرصتونو استفاده وکړو، د اسلامي نظام د قوت، نظم او پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو او په بشپړه توګه یو قوي، مستحکم سوچه اسلامي نظام حاکم کړ.»

هغه ویلي، طالبان پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د تېرو شلو کلونو تجربې د راتلونکي لپاره یو ښه لارښود کیدلی شي: «موږ ولیدل چې په تېرو شلو کلونو کې پر افغان ولس فشار او تهدید هر ډول پالیسي ناکامې او یوازې د بحران زیاتوونکې ثابتې شوې.»

مجاهد د طالبانو حکومت د افغانستان یو «مشروع نظام» بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه معقوله پالیسي غوره کړي، چې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته د «افغانانو له ارادې سره سم» درناوی وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد یا نړیوال سازمان دغه ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه ده پېژندلې.

ورته وخت کې دغه ډله د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله تر فشار لاندې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نجونو پر تعلیم د بندیز او له کاره د ښځو د بې برخې کولو له امله د طالب چارواکو د سفر معافیت نه دی تمدید کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه