اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت مالیې وزارت وايي، دغه وزارت په تېر یوه کال کې ۱۳۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري نن (سې شنبه، ۸ د وږي) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې یاده موده کې ۷۰ میلیارده افغانۍ ګمرکي عواید او ۶۵ میلیارده افغانۍ مالیاتي او غیر مالیاتي عواید راټول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو راتګ سره د مالیې وزارت ټول سیستمونه بیا ځل فعال شوي دي.
د ښاغلي بدري په وینا، چې د اداري فساد پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړې او د عوایدو سرچینې فعالې او منظمې شوې دي.
د طالبانو د مالیې سرپرست وزیر ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې ملي بودیجه له داخلي عوایدو چمتو کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ۱۴۰۱ کال لپاره یې ۲۳۱ میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
