اطلاعات روز: د اسیا کپ سیالیو په دوام د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (سې شنبه، ۸ د وږي) بنګله دیش سره لوبه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۰۶:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا هیله ښودلې او ویلي یې دي چې افغان لوبډلې یادې سیالۍ لپاره پوره چمتو والی نیولی دی.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته کمسارې ماتې ورکړې ده.
په ګروپي سیالیو دا د افغانستان دویمه او ورستۍ لوبه ده، که چیرته نن لوبه کې بنګله دیش ته ماتې ورکړي نو د دې سیالیو غوره څلور لوبډلو پړاو ته لار پیدا کوي او هلته به درې نورې لوبې هم کوي.
د کرکټ اسیا کپ سیالۍ د روانۍ اګسټ میاشتې په ۲۷مه پیل شوي، تر دې دمه یې دوه لوبې شوي او د راتلونکي سپتمبر په یولسمه پای ته رسیږي.
