ارزګان کې د کتابونو پېر او پلور په ټپه ولاړ دی

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ارزګان کې کتاب پلورونکي وايي، د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې ځوانانو مطالعې ته شاه کړې چې ترڅنګ یې د دوی کاروبار په ټپه دریدلی دی.

صديق الله چې په ترينکوټ ښار کې کتاب پلورنځی لري وايي، تر بل هر وخت سږکال د کتابونو لوستونکي کم شوي او کم شمیر ځوانان کتاب اخیستو ته زړه ښه کوي.

نوموړی زیاتوي، د کتابونو نه اخیستلو اساسي لامل په هېواد کې روان اقتصادي حالت دی چې ورسره يې د دوی پر چارو هم منفي اغیزه کړې.

هغه وايي، که وضعيت دغه ډول دوام وکړي ليرې نه ده چې دوی به خپل کتاب پلورنځي د کمې کټې له امله وتړي.

ورته مهال ارزګان ولايت کې لوستي ځوانان بیا وايي، چې په هېواد کې د بې کارۍ له امله ځوانان دومره وس نه لري چې د مطالعې لپاره کتابونه واخلي.

د پوهنتون یوه محصل قدرت الله اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې ډيری کورنۍ دا مهال ډوډۍ نه لري د کتابونو اخیستل خو لا لېرې خبره ده.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو سره تعامل وکړي او يو ټول شموله حکومت جوړ کړي ترڅو په هېواد کې اقتصادي ستونزې حل شي.

نموړي زیاتوي، په تېرو وختونو کې به یې هره میاشت یو کتاب اخیسته اوس دومره وس نه لري چې آن د پوهنتون یو چیپټر واخلي.

دغه راز يو شمير نور لوستي ځوانان بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې معياري کتابتون جوړ کړي ځکه په خبره يې چې دوی دومره وس نه لري چې په ښار کې د کتاب پلورنځيو څخه کتابونه وپیري.

یو تن لوستي ځوان غلام شاه اطلاعات روز ته وويل، چې تراوسه په ارزګان ولايت کې هيڅ داسې معياري ځای نشته چې دوی پکې مطالعه وکړي.

دغه ستونزې مو په ارزګان ولايت کې د اطلاعات او کلتور له ځايي مسوولينو سره شريکې کړې.

د ارزګان د اطلاعات او کلتور رياست مسوولين وايي، دوی په دغه رياست کې يو کتابتون لري چې شاخوا ۴ زره کتابونه پکې موجود دي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ مرستيال حاجي غلام نبې الفت زیاتوي، دغه کتابتون ته هره ورځ د مرکز او ولسواليو اوسيدونکي راځي او مطالعه کوي.

نوموړی وايي، دوی پلان لري چې په راتلونکي کې د کتابتونونو شمير زيات کړي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هیواد کې د ځوانانو مینه د کتاب او مطالعې سره کمه شوې دوی نیوکه کوي چې اوسني حکومت کې لوستو ځوانانو په لوړو بستونو ځای نه ورکول کېږي او تول هغه کسان ګمارل کېږي چې د طالبانو سره یې په جګړه کې برخه اخیستې وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه