د کندهار اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي

اطلاعات روز: د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو اونیو راهيسې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليت کمزوری شوی او ځينې هغه يې بیخي کار نه کوي.

وروسته له هغه چې د کندهار ترڅنګ په چمن کې سېلابونه راووتل په دې ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه ټکني شول او ترڅنګ يې له تېرو دریو ورځو راهیسې د افغان مخابراتي شبکې انټرنيټي خدمات په مکمل ډول بند شوي دي.

د‌ کندهار یوه اوسېدونکي بشير احمد اطلاعات روز ته وويل، چې له تېرو دريو ورځو را په دې خوا په دې ولايت کې د افغان بيسيم انټرنيټي خدمات کار نه کوي.

نوموړی وايي، د نورو شبکو انټرنېټي خدمتونه کارکوي خو په وينا يې چې انټرنیټ یې ډېر کمزوری شوی دی.

د بشير احمد په وينا، چې له تېرو دوو اونیو راهيسې له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دي خو د حل له پاره يې کوم کار نه دی شوی.

دغه راز د دې ولايت يو بل اوسېدونکي حشمت الله اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې يوازې د وای فای انټرنيټي خدمات کار کوي او د مخابراتي شبکو فعاليتونه کمزوري شوي دي.

دغه کس وويل، چې کندهار کې ډېر شمېر کسان له افغان‌ بيسيم سيمکارټونو څخه ګټه اخلي خو په وينا يې چې له تېرو دريو ورځو راهیسې هغه هم‌ خپل انټرنیټي خدمتونو بند کړي.

د نوموړي په وينا: «تر سل وارې افغان بيسيم پيسې راڅخه خوړلي، اوس یې خدمات په مکمل ډول بند دی، زنګ وهل کېږي خو آواز نه راوځي، نوري شبکې دلته څوک دومره نه کاروي، حکومت بايد حساب ورسره وکړي چې ولې، موږ پيسې ورکوو مفت انټرنيټ نه غواړو.»

د مخابراتي شبکو مسوولين نه غواړي له رسنيو سره په دې اړه خبري وکړي خو يوازې دومره وايي، چې د کندهار انټرنيټي خدماتو راغلي لينونه د پاکستان کې د سېلابونو راوتو له امله تخريب شوي او د بيا ترميم له پاره يې کار روان دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه