پکتیا او لوګر کې سیلابونو د ۵۶ ښوونځيو ودانۍ زیانمې کړي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: وروستیو سیلابونو خلکو ته د نورو ځاني او مالي زیانونو سربېره د سویل ختیځ زون په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د ښوونځیو ودانیو ته هم سخت زیان رسولی دی.

د دغو ولایتونو لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په پکتیا کې ۳۲ او لوګر کې بیا ۲۴ ښوونځي د راوتلو سېلابونو له امله تخریب شوي، چې له وجې یې د درسي بهیر په وړاندې هم ستونزې جوړې کړې دي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس نیک محمد منیب اطلاعات روز ته وویل، چې د وروستیو ورښتونو او راوتلو سېلابونو په مرکز ګردېز، زرمت، سیدکرم، احمد ابا ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې ۳۲ د ښوونځيو او ۶ د دیني مدرسو ودانۍ تخریب کړي دي، چې د هغه په وینا اوس مهال یې زده کوونکي په خورا ستونزمن حالت کې د زده کړو بهیر پر مخ وړي.

هغه زیاته کړه، چې ۱۷ ښوونځي په مرکز ګردېز، درې احمد ابا، ۷ په زرمت څلور په وزې ځدراڼ او یو ښوونځی هم په څمکنیو ولسوالۍ کې زیان لیدلی دی.

منیب وايي، که څه هم د دغو ودانیو د بیا رغونې لپاره یې هڅې پیل کړي، خو هغه یې کافي نه بولي او له مرکزي ادارې د همکارۍ غوښتنه کوي.

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت په ځینو سیمو کې هم سیلابونو تعلیمي بهیر ټکنی کړی، د دې ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس جنت ګل عزیز وايي، چې په مرکز پل عالم کې د دریو ښوونځيو ودانۍ، په برکي برک ولسوالۍ کې ۷، خوښۍ کې دوه، ازره کې ۵، خروار ولسوالۍ کې څلور او محمد اغې ولسوالۍ کې بیا یو ښوونځی شامل دی، چې اوس مهال یې زده کوونکو ته د درسي بهیر په وړاندې ستونزې پیدا کړې دي.

عزیز زیاته کړې، چې په دغو ودانیو کې یې ډیری د نجونو ښوونځي شامل دي او د هغه په وینا که یونیسف او نور نړیوال موسېسات ورسره همکاري و نه کړي دوی یې د جوړېدو توان نه لري.

په تېرو څو لسیزو کې سږ کال تر ټولو شدید سیلابونه را ووتل، چې خلک یې ورانوونکي او بېساري بولي.

د دغو سیلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو سربېره پراخه کرنیز حاصلات له منځه ولاړل او هم یې په ګڼو ولایتونو کې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې تخریب او یا یې په مکمل ډول له منځه یوړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه