اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې ځایي خلک وايي، د ترينکوټ ښار او ولسواليو ترمنځ مهم پلونه د سيلابونو له امله ویجاړ شوي او ياهم د تخریب له ګواښ سره مخ دي.
د ارزګان يوه اوسيدونکي عبدالله اطلاعات روز ته وویل، د ورستيو سيلابونو له امله د ترينکوټ په ښار کې يو مهم پل چې د «ګرم اب» په نوم مشهور دی ډيرې برخې يې سيلابونو تخريب کړي، باید له سره ورغول شي.
هغه وايي، هغه پلونه چې د ورستيو سيلابونو له امله تخريب شوي ډير يې دښار او ولسواليو ترمنځ دي.
د ده په خبره د «ګرام اب» په نوم دغه پل چې دامهال يې ځينې برخې تخريب شوي د ارزګان د مرکز، خاص ارزګان، چورې، چنارتو او ګيزاب ولسوالیو اوسيدونکي پرې تګ راتګ کوي.
نموړی زیاتوي، د سرخوم په نوم یو بل پل هم د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
خلک وایي، په یادو پلونو په میلیونونه افغانۍ لګښت شوی باید ویجاړۍ ته پرینښودل شي.
هغوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دغه ډول اساسي پلونو رغيدو ته جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره یې ترمیم کړي.
په دغه ولايت کې د ساختماني چارو انجينران هم د پلونو ويجاړيدو ته انديښمن دي.
يو تن انجينر رحمت الله روان وايي، هغه پلونه چې د ورستیو سيلابونو له امله تخريب شوي، د رغيدو پر وخت د پلونو د اساسي برخو جوړيدو ته پام نه دی شوی او د پلونو فرشونه د نقشې پر اساس نه دي جوړ شوي.
په همدې حال کې دا رزګان ولايت لپاره د طالبانو مسوولیت بیا وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو امله د پلونو ويجاړ شویو برخو ته يې پام دی او په خبره یې، ژر به ورغول شي.
د ټولګټو چارو ریاست ريیس مولوي نظام الدين نظامي وايي، دوی د يادو پلونو د رغېدو تکل څو ځلي کړی، خو د کار مخه يې هر ځل سيلاب ډب کړې ده.
خلک داسې مهال په ارزګان ولايت کې د سيلابونو له امله تخريب شوي پلونو ته انديښنه ښکاره کوي چې په وروستيو څو مياشتو کې په افغانستان کې د سيلابونو له امله خلکو ته مالي او ځانې زيانونه واوښتل.
