اطلاعات روز: د کونړ مرکز اسداباد کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو طالب سرتیری وژل شوی او د ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ لپاره د طالبانو د امنیې قومندان مولوي عبدالحق حقاني رسنیو ته په استول شوي ویډیوي کلیپ کې ویلي، چې نن سهار (یکشنبه، ۶ د وږي) شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې د کونړ مرکز«اسدآباد» بازار کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د طالبانو په یوه رینجر موټر چاودنه کړې.
نوموړی وایي، په یاده چاودنه کې یو طالب سرتیری وژل شوی،۳ تنه نور ټپیان دي او همدارنګه په چاودنه کې ۳ ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
حقاني همداراز زیاتوي، چې ځواکونو یې له چاودنې وروسته په سیمه کې درې مشکوک کسان هم د یادې چاودنې په تور نیولي دي.
تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
