ننګرهار کې وروستيو ورښتونو او سيلابونو ۱۲۰۰ کورنۍ زيانمنې کړي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي اداره وايي، وروستيو ورښتونو او سيلابونو د دغه ولايت مختلفو سيمو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ زيانمنې کړي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم اوبو لاندې کړې ده.

یادې ادارې نن (شنبه، ۵ د وږي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د طالب امنيتي ځواکونو يو رېنجر موټر چې ښځې او ماشومان يې له سيلاب څخه ژغورلي وو، سیلاب چپه کړې چې په کې سپاره دوه ښځې او شپږ ماشومان اوبو وړي او مړه شوي دي.

خبرپاڼې زياته کړه، زيات زيان د کامې ولسوالۍ زاخېلو سيمه کې چې د کابل او کونړ سيندونه سره يوځای کېږي اوښتی او اوس سلګونه کورنۍ په جوماتونو، ښوونځيو او د نورو خلکو په کورونو کې ځای پرځای شوې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په ختيځ کې د۲۰۱ خالد بن ولید چارواکو هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د چورلکو په وسيله د ننګرهار،کونړ او لغمان ولايتونو کې د سيند له غاړو او ټاپوګانو څخه په اوبو کې د بند پاتې ۱۲۰۰ کسانو ژوند ژغورلی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب ځواکونو د چورلکو د ۵۹ پروازونو په ترسره کولو سره د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو مختلفو سيمو کې په اوبو کې د بند پاتې ۱۲۰۵ کسانو ژوند ژغورل شوی دی.

دغه راز د پلي ځواکونو د انټرنېشنل او نقليه وسايطو په وسيله يې د سلګونه کورنيو وګړي، وسايل او حيوانات هم خوندي ځايونو ته لېږدولي دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کابل او کونړ سيند پر غاړو د پرتو سيلاب ځپلو کورنيو سره بايد بېړنۍ مرستې وشي.

د کامې ولسوالۍ يو اوسېدونکي مسعود اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د دغې ولسوالۍ د زاخېلو، سنګر سرای او ځينې نورې سيمې سيلابونو سختې ځپلي او اوس سلګونه کورنۍ بې سرپناه ژوند تېروي.

دی پر حکومت او مرستندويه ادارو غږ کوي چې د سيلاب ځپلو کورنيو د مرستې لپاره بايد بېړنی اقدام ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې وړمه شپه هم د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو په ختيځو ولايتونو کې د چورلکو په وسيله د ۳۲۱ کسانو ژوند ژغورلی وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه